عَن قُطْبَةَ بنِ مَالِكٍ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ مُنْكَرَاتِ الأَخْلاَقِ وَالأَعْمَالِ وَالأَهْوَاءِ».
[صحيح] - [رواه الترمذي] - [سنن الترمذي: 3591]
المزيــد ...
له قطبه بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله ﷺ به ویل:
«اې الله! زه له بدو اخلاقو، بدو عملونو او له بدو خواهشاتو» له ستا پناه غواړم».
[صحيح دی] - [الترمذي روایت کړی دی] - [جامع الترمذي - 3591]
رسول ﷺ به دا دعا کوله: (اې الله! زه تا پورې له هغو بدیو پناه نیسم، چې الله او رسول یې ترې له بدو ( اخلاقو) منع فرمایلې ده لکه: کینه، حسد او تکبر او بدو عملونو لکه: پوچې ویناوې او ښکنځلې او له هغو خواهشاتو چې نفس یې غواړي، حال دا چې د شریعت خلاف وي.