عن المِقدام بن معدي كرب رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال:
«إِذَا أَحَبَّ الرَّجُلُ أَخَاهُ فَلْيُخْبِرْهُ أَنَّهُ يُحِبُّهُ».

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي والنسائي في الكبرى وأحمد] - [سنن أبي داود: 5124]
المزيــد ...

مقدام بن معدیکرب - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي فرمایي:
"کله چې یو سړی له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه ته دې ووایي چې مینه ورسره لري".

[صحيح دی] - [ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او أحمد روایت کړی دی] - [سنن ابو داود - 5124]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مؤمنانو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او د هغوی تر منځ د مینې د پراخولو یو لامل بیان کړی، هغه دا چې که څوک له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه دې خبر کړي چې له هغه سره مینه لري.

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله تعالی لپاره د پاکې مینې فضیلت، نه د دنیاوي ګټې لپاره.
  2. دا غوره ده چې محبوب ته له هغه سره د مینې په اړه ووایاست، ترڅو مینه او محبت زیات شي.
  3. د مومنانو تر منځ د مينې خپرول ايماني ورورولي پياوړې کوي او ټولنه له تفرقې او بې اتفاقۍ څخه ساتي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)
نور