عن معاوية بن أبي سفيان رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «من يُرِدِ الله به خيرا يُفَقِّهْهُ في الدين».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له معاویة بن أبي سفیان - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایي چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «چاته چې الله د خیر اراده وکړي نو په دین کې پوهه ور په برخه کوي».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

چاته چې الله تعالی د ښېګڼې او خیر اراده وکړي، هغه ته د شرعي احکامو په اړه پوهه ورکوي، او د فقهې اطلاق په دوه شیانو باندې کیږي: لومړی: د عملي شرعي احکامو پوهه له تفصیلي دلایلو څخه، لکه د عباداتو او معاملاتو احکام. او دویم: د الله تعالی په دین کې مطلقه پوهه، چې د ايمان بنسټونو، د اسلام د احکامو علم، د حلالو او حرامو پېژندلو او اخلاقو او آدابو ته شاملیږي

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په حدیث کې پر دین د پوهې عظمت او پرې د ټینګار دلیل دی.
  2. د فقهې اطلاق په دوو شیانو باندې کیږي: په شرعي تفصیلي احکامو پوهه، له تفصیلي دلایلو څخه، او دویم: د الله په دین کې مطلقه پوهه چې د ایمان بنسټونو، اسلامي احکامو، د احسان او نیکي حقیقتونو او د حلالو او حرامو پېژندلو ته (شاملیږي).
  3. له حدیث څخه دا ګټه هم اخیستل کیږي چې چا په دین کې له پوهې تر لاسه کولو مخ واړاوه، نو الله تعالی ورته د خیر اراده نده کړې.
  4. څوک چې علم ته لیوالتیا ولري الله ورسره مینه کوي، ځکه چې الله ورته د خیر اراده کړې او په دین کې یې د زده کړې او پوهې توفیق ورکړی.
  5. په دین کې پوهه ستایل شوې ده، او له دین پرته په نورو شیانو کې پوهه نه ستایل شوې او نه بده ګڼل شوې، مګر دا چې د ښه کار لپاره سبب وي بیا ستایل کیږي او که چیرته د بدو لپاره وسیله وي نو بیا بده ګڼل کیږي.