+ -

عن أبي سعيد الخُدْريِّ رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول:
«‌مَنْ ‌رَأَى ‌مِنْكُمْ ‌مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 49]
المزيــد ...

له ابو سعید الخدري -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اوریدلي دي چې ویل یې:
«مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ»، « له تاسو څخه چې چا ناروا کړنه ولیده نو په لاس سره دې منع کړي، که چیرته یې نشو کولای نو په ژبې سره، او که چېرته یې نشو کولای نو په زړه سره، او دا تر ټولو کمزوری ایمان دی»،

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 49]

تشریح

پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د وسې سره سم له منکر څخه په منع کولو امر کوي، او منکر هغه څه ته وایې چې الله او رسول یې ترې منع کړي وي - نو کله یې چې منکر ولیده پرې فرض دی چې په لاس سره یې منع کړي که ځواک یې درلوده، که چیرته لدې څخه عاجز پاتې شو، نو په ژبې سره دې منع کړي، داسې چې د منکر یا بدۍ تر سره کوونکی یې له کولو څخه منع کړي، او ضرر یې ورته بیان کړي او د دې بدۍ پر ځای یې نیکۍ ته لارښوونه وکړي، که چېرته لدې مرتبې څخه هم عاجز پاتې شو نو په زړه سره دې بدلون ورکړي، داسې چې هغه - کار - په زړه کې بد وګڼي او په زړه کې دا اراده وکړي چې که چیرته یې له وسې پوره وای نو خامخا به یې منع کړی و. او - یو څه ته - په زړه سره بدلون ورکول له منکر څخه د منع کولو لپاره د ایمان تر ټولو کمزوری مرتبه ده،

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي ملاګاسي ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا آزري اوزبکي اوکراني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. دا حدیث له بدیو څخه د منع کولو د مرتبو په بیانولو کې اصل دی.
  2. په تدریجي ډول له بدیو څخه د منع کولو حکم، هر یو د خپل توان او وړتیاوو سره سم.
  3. له بدیو څخه منع کول په دین کې هغه ستر باب دی چې - دا کار - له هیچا څخه نه ساقطیږي، او هر مسلمان پرې د خپلې وسې پورې مکلف دی.
  4. په نیکۍ امر کول او له بدیو څخه منع کول د ایمان له ځانګړتیاوو څخه دي، او ایمان زیاتیږي او کمیږي.
  5. له بدیو څخه د منع کولو لپاره پدې پوهېدل شرط دي چې نوموړی کار ناروا دی.
  6. له بدیو څخه د منع کولو لپاره شرط دا دی چې هغه باندې بل ستر ناروا عمل مرتب نه شي.
  7. له بدیو څخه منع کول آداب او شرایط لري چې مسلمان یې باید زده کړي.
  8. له بدیو څخه منع کول دیني پالیسۍ، پوهې او بصیرت ته اړتیا لري.
  9. په زړه سره د ګناه بد نه ګڼل د ایمان په کمزورتیا دلالت کوي.