1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. فضایل او آداب

حدیث يو سړی و چې خلکو ته به یې پور ورکاوه، نو خپل غلام ته به يې ويیل: کله چې داسې سړي ته ورغلې چې په تنګستیا کې و نو ورته ترې تېر شه، ښايي الله مونږ ته زمونږ - له ګناهونو - څخه تېر شي

عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
«كان رجلٌ يُدَايِنُ الناسَ، فكان يقول لفتاه: إذا أتيتَ مُعسِرًا فتجاوز عنه، لعل اللهَ يَتجاوزُ عنا، فلقي اللهَ فتجاوز عنه».

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«يو سړی و چې خلکو ته به یې پور ورکاوه، نو خپل غلام ته به يې ويیل: کله چې داسې سړي ته ورغلې چې په تنګستیا کې و نو ورته ترې تېر شه، ښايي الله مونږ ته زمونږ - له ګناهونو - څخه تېر شي، نو د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې له ګناهونو یې ورته تېر شو».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح مسلم - 1562

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه سړي په اړه خبر ورکوي چې له خلکو سره به یې په قرض معامله کوله او یا به یې په نېټه خرڅول کول، او خپل هغه غلام ته به یې وییل چې له خلکو یې د قرضونو غوښتنه کوله: کله چې قرضدار ته ورغلې او هغه څه نه درلودل چې شته قرض پرې د ناتوانۍ له امله ادا کړي، نو "ورڅخه تېر شه"؛ دا چې یا ورته وخت ورکړې او په غوښتنه کې پرې سختي ونه کړې، او یا دا چې څه ورسره وي هماغه ورسره ومنې اګر که کم هم وي، پدې تمه چې الله تعالی ورته له ګناهونو څخه تېر شي او بخښنه ورته وکړي، نو کله چې مړ شو الله ورته بخښنه وکړه، او له ګناهونو یې ورته تېر شو.

د حديث له ګټو څخه

  1. له خلکو سره په چلند کې نرمي، هغوی ته بخښنه کول او تنګلاسي ته تېرېدل د قیامت په ورځ د بنده لپاره د خلاصون له سترو اسبابو څخه دي.
  2. له مخلوق سره نیکي او له الله سره اخلاص کول د هغه د رحمت په هیله د ګناهونو د بخښنې له لاملونو څخه دي.

د ژباړو راړول

68 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
JA 日本語 اليابانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
FF Fulfulde الفولانية
IT Italiano الإيطالية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
BG Български البلغارية
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
EL Ελληνικά اليونانية
AK Akan الأكانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
LN Lingala اللينجالا
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
BM Bambara البامبارية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
DA Dansk الدنماركية
RN Kirundi الكيروندي
KMR Kurmancî الكرمنجية
MS Bahasa Melayu الملايو