+ -

عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم:
«اللهُمَّ لَا تَجْعَلْ قَبْرِي وَثَنًا، لَعَنَ اللهُ قَوْمًا اتَّخَذُوا قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ مَسَاجِدَ».

[صحيح] - [رواه أحمد] - [مسند أحمد: 7358]
المزيــد ...

ابو هریره رضي الله عنه له نبي صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي:
«اللهم لا تجعل قبري وثنًا، لعن الله قومًا اتخذوا قبور أنبيائهم مساجد». "یا الله زما قبر بت مه جوړوه، د الله لعنت دې وي په هغو خلکو چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې جوماتونه ګرځولي دي".

[صحيح] - [احمد روايت کړی دی] - [د امام احمد مسند - 7358]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم له خپل رب څخه وغوښتل چې د هغه قبر دې د هغه بت په څير ونه ګرځوي چې خلک يې په تعظیم کولو سره عبادت کوي او سجده ورته کوي، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې الله تعالی هغه خلک له خپل رحمت څخه شړلي او لرې کړي دي چې د پیغمبرانو قبرونه یې جوماتونه ګرځولي، ځکه چې له هغوی څخه جوماتونه جوړول یې د عبادت کولو او په اړه یې د ناسمې عقیدې لرلو لامل ګرځي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي ملاګاسي ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا آزري اوزبکي اوکراني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د پېغمبرانو او صالحانو په قبرونو کې له شرعي حدودو څخه تېرېدل د دې لامل ګرځي چې له الله تعالی پرته یې عبادت وشي، نو د شرک له وسایلو څخه ځان ساتل واجب دي.
  2. دا روا نه ده چې قبرونو ته د هغوی د تعظیم لپاره تلل وشي او هلته یې عبادت وشي، که څه هم د دوی استوګن الله تعالی ته څومره نږدې هم وي.
  3. په قبرونو د جوماتونو جوړولو حراموالی.
  4. که جومات شتون ونه لري بیا هم د قبرونو سره لمونځ کول ناروا دي پرته له هغې جنازې څخه چې لمونځ پرې نه وي شوی.
نور