+ -

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال:
سُئِلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ الْجَنَّةَ، فَقَالَ: «تَقْوَى اللهِ وَحُسْنُ الْخُلُقِ»، وَسُئِلَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ النَّارَ فَقَالَ: «الْفَمُ وَالْفَرْجُ».

[حسن صحيح] - [رواه الترمذي وابن ماجه وأحمد] - [سنن الترمذي: 2004]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي:
سُئِلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ الْجَنَّةَ، فَقَالَ: «تَقْوَى اللهِ وَحُسْنُ الْخُلُقِ»، وَسُئِلَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ النَّارَ فَقَالَ: «الْفَمُ وَالْفَرْجُ». له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق » او ورڅخه وپوښتل شو چې تر ټولو زیات شی ( کوم چې ) خلک اور ته داخلوي، نو هغه وفرمایل: «خوله او شرمګاه».

[حديث حسن او صحيح دی] - - [سنن ترمذی - 2004]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې جنت ته د ننوتلو لوی لاملونه دوه دي چې هغه عبارت دي له :
له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق.
نو له الله جل جلاله څخه وېره دې ته وایي چې د الله تعالی د اوامرو په ترسره کولو او د هغه له ممانعتونو څخه د ځان ساتلو لپاره ستاسو او د الله تعالی د عذاب تر منځه وقایه وګرځوي.
او ښه اخلاق: چې په ورین تندي، احسان کولو او له ضرر څخه ځان ساتلو باندې کیږي.
او دا چې اور ته د ننوتلو ستر لاملونه دوه لاملونه دي چې عبارت دي له:
ژبې او شرمګاه څخه.
نو د ژبې له ګناهونو څخه: دروغ ویل، غیبت، چغلګري او داسې نور دي.
او د شرمګاه له ګناهونو څخه: زنا، لواطت او داسې نور دي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي الموري ملاګاسي فولاني اورومي ژباړه Kannada کنادا الولوف البلغارية آزري اوزبکي اوکراني الجورجية اللينجالا المقدونية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. جنت ته د ننوتلو اسباب د الله تعالی سره تړاو لري، چې له هغې جملې څخه: له هغه څخه وېرېدل، او ځینې نور سببونه یې د خلکو سره تړاو لري چې له جملې څخه یې: ښه اخلاق دي.
  2. د ژبې خطر د خپل خاوند لپاره، او دا چې اور ته د ننوتلو یو لامل دی.
  3. انسان ته د شهوت او بې حیایۍ خطر او دا چې دوزخ ته د ننوتلو تر ټولو زیات لاملونه -همدا- دي.
نور