+ -

عن ابن مسعود رضي الله عنه قال: قال النبي صلى الله عليه وسلم:
«الْجَنَّةُ أَقْرَبُ إِلَى أَحَدِكُمْ مِنْ شِرَاكِ نَعْلِهِ، وَالنَّارُ مِثْلُ ذَلِكَ».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 6488]
المزيــد ...

له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«الْجَنَّةُ أَقْرَبُ إِلَى أَحَدِكُمْ مِنْ شِرَاكِ نَعْلِهِ، وَالنَّارُ مِثْلُ ذَلِكَ». "جنت ستاسو څخه یو تن ته د هغه د بوټانو له تسمې څخه ډیر نږدې دی او دوزخ هم همداسې دی".

[صحيح] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحیح بخاري - 6488]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې جنت او دوزخ انسان ته دومره نږدې دي لکه د پښې پر څټ د بوټانو تسمې چې نږدې دي، ځکه چې کله هغه داسې یو عمل وکړي چې الله جل جلاله پرې خوښیږي، نو له امله یې جنت ته ځي او يا ګناه وکړي چې له امله یې دوزخ ته ځي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي ملاګاسي ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا آزري اوزبکي اوکراني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. ښه کار ته هڅول که لږ هم وي او له بد کار څخه وېرول که لږ هم وي.
  2. مسلمان باید په خپل ژوند کې امید او وېره سره یوځای کړي، او تل له الله تعالی څخه وغواړي چې په حق یې ثابت ولري، ترڅو نجات ومومي او په خپل حال مغرور نه شي.
نور