عن أبي هريرة عبدالرحمن بن صخر الدوسي رضي الله عنه مرفوعاً: .«قال الله تعالى: أنفق يا ابن آدم ينفق عليك».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
له أبو هریرة عبد الرحمن بن صخر الدوسي - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: الله جل جلاله فرمایلي دي: ای د آدم زویه! د خېر په لارو کې لګښت وکړه، چې پراخي درباندې راشي.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
انفاق ( لګښت ) وکړه چې انفاق درباندې وشي، یعنې د مال په ورکړې او ویستلو سره له فقر نه مه ویریږه او بخیل مه جوړیږه، ځکه کله چې ته په بل چا انفاق وکړې نو الله تعالی به پر تا انفاق وکړي، هغه څه چې تاسو سره دي ختمیدونکي دي او هغه څه چې د الله سره دي تلپاتې دي، او دا حدیث د الله تعالی د دې وینا په معنا دی چې فرمایي: (وما أنفقتم من شيء فهو يخلفه) او تاسو چې څه شى هم لګوئ، نو هغه د دغه (څیز) عوض دركوي، نو حدیث د خېر په لارو کې په لګښت ټینګار کوي او د الله لخوا - انفاق کوونکي - ته د هغه له مهربانۍ څخه د بدلې ورکولو زیری ورکوي.