+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّهُ قَالَ:
قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ، مَنْ أَسْعَدُ النَّاسِ بِشَفَاعَتِكَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ؟ قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَقَدْ ظَنَنْتُ يَا أَبَا هُرَيْرَةَ أَنْ لَا يَسْأَلَنِي عَنْ هَذَا الْحَدِيثِ أَحَدٌ أَوَّلُ مِنْكَ؛ لِمَا رَأَيْتُ مِنْ حِرْصِكَ عَلَى الْحَدِيثِ، أَسْعَدُ النَّاسِ بِشَفَاعَتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ، مَنْ قَالَ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ خَالِصًا مِنْ قَلْبِهِ أَوْ نَفْسِهِ»».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 99]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي:
قيل يا رسول الله من أسعد الناس بشفاعتك يوم القيامة؟ قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «لقد ظننت يا أبا هريرة ألا يسألني عن هذا الحديث أحد أول منك لما رأيت من حرصك على الحديث، أسعد الناس بشفاعتي يوم القيامة، من قال لا إله إلا الله، خالصًا من قلبه أو نفسه». وویل شول چې: اې د الله رسوله! د قیامت په ورځ ستا په شفاعت نېکمرغه انسان څوک دی؟ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «اې ابو هریره! یقینا ما فکر کړی و چې ستا څخه پرته به هېڅوک راڅخه د دې حدیث په اړه لومړی پوښتنه نه کوي، په احادیثو د زیات حرص له امله چې په تا کې مې لیدلی دی، نو زما په شفاعت نېمکرغه خلک به د قیامت په ورځ هغه څوک وي چې د نفس او زړه له اخلاصه یې ( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) ویلي وي».

[صحيح] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحیح بخاري - 99]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د قیامت په ورځ به د هغه په ​​شفاعت تر ټولو خوشحاله او نېکمرغه خلک هغه وي چې د زړه له اخلاصه یې: «لا إله إلا الله» ویلي وي، چې معنا یې ده: په حقه بل معبود نشته پرته له الله څخه، او دا چې هغه له شرک او ځان ښودنې څخه خوندی وي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي ملاګاسي ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا آزري اوزبکي اوکراني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په آخرت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شفاعت اثبات او دا چې هغه به یوازې د موحدینو لپاره وي.
  2. د رسول الله صلی الله علیه وسلم شفاعت، د الله تعالی په وړاندې د هغه موحدینو لپاره سفارش دی چې د اور مستحق ګرځېدلي وي تر څو یې اور ته داخل نه کړي، او یا دا چې اور ته داخل شوي وي تر څو یې ورڅخه راوباسي.
  3. د توحید د کلمې فضیلت او د هغې لوی تاثیر، کله چې د الله لپاره په اخلاص سره وویل شي.
  4. د توحید د کلمې حق د هغې په معنا پوهېدلو او په غوښتنې یې عمل کولو سره ادا کیږي.
  5. د ابو هریره رضي الله عنه فضیلت، او د علم په زده کړه یې ټینګار.
نور