1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. عقیده

حدیث دا د الله تعالی په نېز تر ټولو بد مخلوق دي

عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المؤمنين رضي الله عنها:
أَنَّ أُمَّ سَلَمَةَ ذَكَرَتْ لِرَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَنِيسَةً رَأَتْهَا بِأَرْضِ الْحَبَشَةِ، يُقَالُ لَهَا مَارِيَةُ، فَذَكَرَتْ لَهُ مَا رَأَتْ فِيهَا مِنَ الصُّوَرِ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أُولَئِكَ قَوْمٌ إِذَا مَاتَ فِيهِمُ الْعَبْدُ الصَّالِحُ، أَوِ الرَّجُلُ الصَّالِحُ، بَنَوْا عَلَى قَبْرِهِ مَسْجِدًا، وَصَوَّرُوا فِيهِ تِلْكَ الصُّوَرَ، أُولَئِكَ شِرَارُ الْخَلْقِ عِنْدَ اللهِ».

له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې:
ام سلمې رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د حبشې په خاوره کې د ماریا په نوم د یوې کلیسا یادونه وکړه، نو هغې ورته د هغو انځورنو یادونه وکړه چې په کلیسا کې یې لیدلي وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا هغه خلک دي چې کله په دوی کې کوم نیک بنده یا نیک سړی مړ شي نو پر قبر یې جومات جوړوي او بیا پکې هغه تصویرونه انځوروي، «دا د الله تعالی په نېز تر ټولو بد مخلوق دي».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 434

تشریح

د مؤمنانو مور ام سلمه رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يادونه وکړه، چې کله هغه د حبشي په خاوره کې وه، نو هلته یې د ماريا په نوم يوه کليسا وليده چې مجسمې، نقشې او انځورونه پکې وو؛ او تعجب یې ورته وکړ! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د دې انځورونو لاملونه بیان کړل؛ ویې فرمایل: دا خلک چې تا یې یادونه وکړه، کله چې پکې یو نیک سړی مړ شي، نو پر قبر یې جومات جوړ کړي او لمونځونه پکې کوي، او دغه انځورونه یې جوړ کړي دي، او دا یې په ډاګه کړه چې د دې کار کوونکی د الله تعالی په نېز بد مخلوق دی؛ ځکه چې دا کار یې د شرک لامل ګرځي.

د حديث له ګټو څخه

  1. پر قبرونو د جوماتونو جوړول، هلته لمونځ کول او په جوماتونو کې د مړو ښخولو ممانعت؛ تر څو د شرک لاره بنده شي.
  2. پر قبرونو د جوماتونو جوړول او په هغو کې د انځورونو ایښودل، د یهودانو او نصاراوو کار دی، او څوک چې دا کار کوي د هغوی په شان دی.
  3. د ذی روحه شیانو انځورولو حرمت.
  4. څوک چې په قبر باندې جومات جوړ کړي او په هغه کې انځورونه ځای پر ځای کړي، نو دا د الله تعالی له بدو مخلوقاتو څخه دی.
  5. شریعت د ټولو هغو لارو په بندولو سره چې شرک ته لار هواروي، د توحید د لارې بشپړه ساتنه کوي.
  6. د صالحانو په اړه د مبالغې کولو څخه ممانعت؛ ځکه چې دا په شرک کې د واقع کېدلو یو لامل دی.

د ژباړو راړول

60 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
JA 日本語 اليابانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
BM Bambara البامبارية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
KMR Kurmancî الكرمنجية