عَنْ أَنَسٍ رَضيَ اللهُ عنه أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَتَبَاهَى النَّاسُ فِي الْمَسَاجِدِ».

[صحيح] - [رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه] - [سنن أبي داود: 449]
المزيــد ...

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«قیامت به تر هغه پورې نه قائمېږي، تر څو چې خلک په خپلو کې سره په جوماتونو جوړلو کې سیالي ونه کړي».

[صحيح دی] - [ابو داود، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی] - [سنن ابو داود - 449]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې د قیامت د ورځې د نږدې کېدو له نښو څخه یوه دا ده چې خلک به د جوماتونو په جوړولو کې د ښکلا او آرایش پر سر یو پر بل فخر کوي، یا به په جوماتونو کې د دنیوي چارو په اړه فخر کوي، په داسې حال کې چې جوماتونه یوازې د الله د یادونې لپاره جوړ شوي دي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د جوماتونو په اړه فخر کول حرام دي، او دا عمل د الله پر وړاندې قبول ندی؛ ځکه چې د الله لپاره ندی شوی.
  2. په رنګونو، نقاشۍ او ليکنو سره د جوماتونو له سینګارولو څخه ممانعت؛ ځکه دا کارونه لمونځ کوونکي د لمانځه پر مهال په کتلو بوختوي او د هغوی توجه ګډوډوي.
  3. سندي فرمایلي: "د دې حدیث په ریښتینولۍ موجوده وضعیت دلالت کوي، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لویو معجزو یوه برخه ده.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (35)
نور