ډلبندي: فضایل او آداب .
+ -

عن جُبَير بن مُطْعِم رضي الله عنه أنه سمع النبي صلى الله عليه وسلم يقول:
«لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَاطِعُ رَحِمٍ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 2556]
المزيــد ...

له جبیر به مطعم رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرماییل یې:
«لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَاطِعُ رَحِمٍ». « خپلوي پرې کوونکی به جنت ته داخل نه شي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 2556]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک د خپلوانو سره پرېکون کوي او د هغوی واجب حقونه نه ادا کوي، یا یې ازار کړي او بد چلند ورسره وکړي، نو هغه د دې مستحق دی چې جنت ته داخل نه شي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي الموري ملاګاسي فولاني اورومي ژباړه Kannada کنادا الولوف البلغارية آزري اوزبکي اوکراني الجورجية اللينجالا المقدونية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. خپلوي پرې کول له کبیره ګناهونو څخه یوه ګناه ده.
  2. خپلوي پالل له دود سره سم کیږي، ځکه چې ځایونو، وختونو او خلکو ته په لیدو سره توپیر لري.
  3. خپلوي پالل په تګ او راتګ، صدقې، نیکۍ کولو، د ناروغ پوښتنې کولو، هغوی ته په نیکۍ امر کولو او له بدیو څخه په منع کولو او داسې نورو کارونو تر سره کیږي.
  4. خپلوي پرې کول چې څومره له نږدې خپلوانو سره وي همغومره یې ګناه سخته ده.
نور