+ -

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قُبُورًا، وَلَا تَجْعَلُوا قَبْرِي عِيدًا، وَصَلُّوا عَلَيَّ؛ فَإِنَّ صَلَاتَكُمْ تَبْلُغُنِي حَيْثُ كُنْتُمْ».

[حسن] - [رواه أبو داود] - [سنن أبي داود: 2042]
المزيــد ...

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قُبُورًا، وَلَا تَجْعَلُوا قَبْرِي عِيدًا، وَصَلُّوا عَلَيَّ؛ فَإِنَّ صَلَاتَكُمْ تَبْلُغُنِي حَيْثُ كُنْتُمْ». «خپل کورونه مو مقبرې مه ګرځوئ او زما قبر د عبادت ځای مه جوړوئ، او پر ما درود ووایئ، یقینا تاسو چې هر چېرې یاست ستاسو درود ماته رسیږي».

[حسن] - [ابوداود روايت کړی دی] - [سنن أبو داود - 2042]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلې ده چې کورونه دې له لمونځونو څخه فارغ شي، که داسې وشي نو حال به یې د هغه مقبرو په څېر وي چې لمونځ پکې نه کیږي. او په تکراري ډول یې د قبرونو له زيارت او تر څنګه یې له راټولېدو څخه منع فرمایلې ده، ځکه چې دا د شرک لپاره وسیله ګرځي. او د ځمکې په هر ځای کې یې پر هغه د سلام او درود ویلو امر کړی دی؛ ځکه چې له نږدې او لرې ځای څخه یو برابر ورته رسيږي، نو لدې امله یې بار بار قبر ته د ورتلو اړتیا نه لیدل کیږي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي الموري ملاګاسي فولاني ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا الولوف البلغارية آزري الأكانية اوزبکي اوکراني الجورجية اللينجالا المقدونية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله تعالی له عبادت څخه د کورونو له خالي کولو څخه ممانعت.
  2. د پیغمبر صلی الله علیه د قبر د زیارت په نیت له سفر کولو څخه ممانعت، ځکه هغه امر کړی چې درود پرې وویل شي او خبر یې ورکړی چې ورته رسیږي، بل دا چې سفر یوازې نبوي مسجد ته د تللو او پکې د لمانځه کولو په نیت کیږي.
  3. د رسول الله صلى الله عليه وسلم د قبر زيارت کول پداسې توګه حرام دي چې په ځانګړې توګه او په ځانګړې وخت کې ورتګ عادت وګرځول شي، او همدارنګه د هر قبر زيارت کول حرام دي.
  4. د خپل رب په وړاندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم درناوی، چې په هر وخت او هر ځای کې یې پرې درود او سلام وییل روا کړي دي.
  5. ځکه چې په مقبرو کې له لمانځه څخه د منعې پرېکړه صحابه کرامو کړې وه؛ له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلې ده چې له کورونو څخه دې هدیرې جوړې شي، کوم ځای کې چې لمونځونه نه کیږي.