+ -

عن جابر رضي الله عنه:
أَنَّ رَجُلًا سَأَلَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: أَرَأَيْتَ إِذَا صَلَّيْتُ الصَّلَوَاتِ الْمَكْتُوبَاتِ، وَصُمْتُ رَمَضَانَ، وَأَحْلَلْتُ الْحَلَالَ، وَحَرَّمْتُ الْحَرَامَ، وَلَمْ أَزِدْ عَلَى ذَلِكَ شَيْئًا، أَأَدْخُلُ الْجَنَّةَ؟ قَالَ: «نَعَمْ»، قَالَ: وَاللهِ لَا أَزِيدُ عَلَى ذَلِكَ شَيْئًا.

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 15]
المزيــد ...

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
أَنَّ رَجُلًا سَأَلَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: أَرَأَيْتَ إِذَا صَلَّيْتُ الصَّلَوَاتِ الْمَكْتُوبَاتِ، وَصُمْتُ رَمَضَانَ، وَأَحْلَلْتُ الْحَلَالَ، وَحَرَّمْتُ الْحَرَامَ، وَلَمْ أَزِدْ عَلَى ذَلِكَ شَيْئًا، أَأَدْخُلُ الْجَنَّةَ؟ قَالَ: «نَعَمْ»، قَالَ: وَاللهِ لَا أَزِيدُ عَلَى ذَلِكَ شَيْئًا. یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه او ویې ویل: خبر راکړه که چېرته فرضي لمونځونه وکړم، د رمضان میاشت روژه ونیسم، حلال حلال وګڼم، او حرام حرام وګڼم او پردې نور هیڅ ورزیات نه کړم، آیا زه به جنت ته داخل شم؟ هغه وفرمایل: «هو» هغه - سړي - وویل: قسم په الله چې پدې هیڅ ورزیات نه کړم.

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 15]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي که چېرته یو څوک پنځه فرض لمونځونه اداء کړي او هیڅ نفل ورسره ونه کړي او د رمضان روژه ونیسي او ثوابي روژه ورسره ونه نیسي او د حلالو په روا والي ایمان ولري او تر سره یې کړي، او د حرامو په ناروا والي ایمان ولري او ډډه ترې وکړي، هغه به جنت ته داخل شي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي الموري ملاګاسي ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا الولوف البلغارية آزري اليونانية اوزبکي اوکراني الجورجية اللينجالا المقدونية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د فرضو په ادا کولو او د حرامو په پرېښودلو د مسلمان ټینګار او دا چې موخه یې جنت ته داخلېدل وي.
  2. د حلالو ارزښت او په روا والي یې عقیده لرل او د حرامو ناروا والی او په حرمت یې ایمان درلودل.
  3. د واجبو - عملونو - تر سره کول او د حرامو پرېښودل جنت ته د ننوتلو لامل دي.
نور