+ -

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُصِبْ مِنْهُ».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 5645]
المزيــد ...

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُصِبْ مِنْهُ». "د چا لپاره چې الله تعالی د خیر اراده وکړي، نو هغه- په مصیبتونو سره - امتحانوي".

[صحيح] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحیح بخاري - 5645]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې کله الله تعالی خپل یو مومن بنده ته د خیر اراده وکړي نو هغه په خپل ځان، مال او کورنۍ کې په مصیبت وررسولو سره امتحانوي، ځکه چې پدې سره مؤمن الله تعالی ته په دعا کولو سره رجوع کوي، ګناهونه یې بخښل کیږي او درجې یې لوړیږي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي ملاګاسي ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا آزري اوزبکي اوکراني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. مومن د ډول ډول آفتونو سره مخ کیږي.
  2. مصیبت کله د بنده سره د الله تعالی د مینې او محبت نخښه وي، تر دې چې درجې یې لوړي کړي او ګناهونه یې وبخښي.
  3. د مصیبت پر مهال د صبر غوښتنه او له فریاد څخه ډډه کول.
نور