+ -

عن جندب رضي الله عنه قال:
سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَبْلَ أَنْ يَمُوتَ بِخَمْسٍ وَهُوَ يَقُولُ «إِنِّي أَبْرَأُ إِلَى اللهِ أَنْ يَكُونَ لِي مِنْكُمْ خَلِيلٌ فَإِنَّ اللهَ تَعَالَى قَدِ اتَّخَذَنِي خَلِيلًا كَمَا اتَّخَذَ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا، وَلَوْ كُنْتُ مُتَّخِذًا مِنْ أُمَّتِي خَلِيلًا لَاتَّخَذْتُ أَبَا بَكْرٍ خَلِيلًا! أَلَا وَإِنَّ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ كَانُوا يَتَّخِذُونَ قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ وَصَالِحِيهِمْ مَسَاجِدَ، أَلَا فَلَا تَتَّخِذُوا الْقُبُورَ مَسَاجِدَ! إِنِّي أَنْهَاكُمْ عَنْ ذَلِكَ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 532]
المزيــد ...

له جندب رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي:
سمعت النبي صلى الله عليه وسلم قبل أن يموت بخمسٍ وهو يقول: «إني أبرأ إلى الله أن يكون لي منكم خليلٌ، فإن الله تعالى قد اتخذني خليلًا، كما اتخذ إبراهيم خليلًا، ولو كنت متخذًا من أمتي خليلًا لاتخذت أبا بكر خليلًا، ألا وإن من كان قبلكم كانوا يتخذون قبور أنبيائهم وصالحيهم مساجد، ألا فلا تتخذوا القبور مساجد، إني أنهاكم عن ذلك». ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه پنځه ورځې مخکې ترې واورېدل چې ویل یې: « زه الله تعالی ته بېزاري ښایم لدې چې ستاسو څخه دې څوک په خالصې دوستۍ ونیسم، ځکه چې الله تعالی زه په خالصې دوستۍ نیولی یم، لکه څرنګه یې چې ابراهیم په خالصې دوستۍ نیولی دی او که چېرته ما څوک په خالصې دوستۍ نیولی نو خامخا به مې ابو بکر نیولی و، خبردار اوسئ چې ستاسو نه مخکې خلکو د خپلو پیغمبرانو او نېکانو له قبرونو څخه جوماتونه جوړ کړي وو، خبردار اوسئ چې له قبرونو څخه جوماتونه جوړ نه کړئ، زه تاسو لدې څخه منع کوم».

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 532]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په نزد د خپلې مرتبې په اړه خبر ورکوي چې هغه د مینې تر ټولو لوړې مرتبې ته رسېدلې ده، لکه څرنګه چې ابراهیم علیه السلام لاسته راوړې ده، لدې امله یې له الله تعالی پرته له بل خلیل څخه انکار وکړ، ځکه چې زړه یې د الله تعالی له مینې، عظمت او پېژندګلوۍ څخه ډک شوی دی، نو له الله تعالی پرته پکې د بل چا لپاره ځای نشته. او که له مخلوق څخه یې څوک په خالصې دوستۍ نیولای نو هغه به ابوبکر صدیق رضي الله عنه وای. بیا یې په مینه کې له جایز حد څخه د اوړېدو په اړه خبرداری ورکړ، کوم څه چې یهودانو او عیسویانو د خپلو پیغمبرانو او صالحانو له قبرونو سره وکړل تر دې چې شرکي معبودان یې وګرځول او له الله تعالی پرته یې عبادت وشو، او د هغوی پر قبرونو یې جوماتونه او عبادت ځایونه آباد کړل، او رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت له دې کار څخه منع کړ چې د هغوی په څېر عمل وکړي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي ملاګاسي ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا آزري اوزبکي اوکراني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د ابوبکر صدیق رضي الله عنه فضیلت او دا چې هغه د صحابه کرامو تر ټولو غوره او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مرګ نه وروسته د هغه د ځای ناستي لپاره تر ټولو وړ کس دی.
  2. پر قبرونو د جوماتونو جوړول د پخوانیو امتونو له ناوړه کارونو څخه دي.
  3. له قبرونو څخه د عبادتځایونو لپاره د کار اخیستلو څخه ممانعت - چې لمونځ ورسره وشي او یا ورته وشي او جوماتونه او ګمبدې پرې جوړې شي، تر څو خلک لدې امله په شرک کې واقع نه شي.
  4. په نېکانو کې له مبالغې کولو څخه خبرداری؛ ځکه چې د شرک لامل ګرځي.
  5. د هغه څه جديت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبرداری ورکړی و، لکه څرنګه چې هغه له خپل مرګ څخه پنځه شپې وړاندې پرې ټینګار کړی و.
نور