عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً: «إنَّ الله لا ينْظُرُ إِلى أجْسَامِكُمْ، ولا إِلى صُوَرِكمْ، وَلَكن ينْظُرُ إلى قُلُوبِكمْ وأعمالكم».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت «الله تعالی ستاسو بدنونو او شکلونو ته نه ګوري، بلکې ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري».
صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

الله تعالی تاسو ته ستاسو په بدنونو او شکلونو باندې ثواب او اجر نه درکوي، او نه الله پاک ته پرې نږدېوالی حاصلیږي، مګر تاسو ته به د هغه څه اجر درکول کیږي چې ستاسو په زړونو کې له اخلاص او صداقت څخه دي او هغه نیکې کړنې چې تاسو یې کوئ.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د زړه حالت او صفتونو ته پاملرنه، او د هغه د مقاصدو تصحیح، او له هر ناوړه صفت څخه یې پاکوال.
  2. ( انسان ته ) د هغه د کړنو ثواب ورکول کیږي چې په زړه کې ورسره اخلاص او ښه نیت تړلی وي.
  3. د زړه اصلاح او صفتونو ته یې پاملرنه د اندامونو په كار باندې لومړیتوب لري، ځكه د زړه عمل د شرعي کړنو اصلاح كوونكى دى او له كافر څخه هیڅ عمل نه صحيح کیږي.
  4. هر سړی د خپل نیت او عمل مسؤولیت لري او دا هغه څه دي چې د هغه د زړه عمل سموي په هر هغه څه کې چې الله او رسول یې پرې راضي کیږي.
نور