+ -

عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال:
«اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الْمُوبِقَاتِ»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ وَمَا هُنَّ؟ قَالَ: «الشِّرْكُ بِاللهِ، وَالسِّحْرُ، وَقَتْلُ النَّفْسِ الَّتِي حَرَّمَ اللهُ إِلَّا بِالْحَقِّ، وَأَكْلُ الرِّبَا، وَأَكْلُ مَالِ الْيَتِيمِ، وَالتَّوَلِّي يَوْمَ الزَّحْفِ، وَقَذْفُ الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ الْغَافِلَاتِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 2766]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېلي:
«اجْتَنِبُوا السَّبْعَ الْمُوبِقَاتِ»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ وَمَا هُنَّ؟ قَالَ: «الشِّرْكُ بِاللهِ، وَالسِّحْرُ، وَقَتْلُ النَّفْسِ الَّتِي حَرَّمَ اللهُ إِلَّا بِالْحَقِّ، وَأَكْلُ الرِّبَا، وَأَكْلُ مَالِ الْيَتِيمِ، وَالتَّوَلِّي يَوْمَ الزَّحْفِ، وَقَذْفُ الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ الْغَافِلَاتِ». «له اوو بربادوونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ» هغوی وویل: اې د الله رسوله، هغه کوم دي؟ ویې فرمایل: «په الله - تعالی - شرک کول، سحر، د هغه نفس وژل چې الله یې په ناحقه وژل حرام کړي دي، سود خوړل، د یتیم مال خوړل، د جنګ په ورځ له مېدان څخه تېښته کول، او په ساده، پاک لمنو مؤمنو ښځو د - زنا - تور پورې کول».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 2766]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته له اوو جرمونو او تباه کوونکو ګناهونو څخه په ځان ژغورلو امر کوي، او کله چې ترې پوښتنه وشوه چې هغه کوم دي؟ نو هغه یې په ګوته کوي چې:
لومړی: له الله تعالی سره شرک کول، داسې چې له هغه پاک ذات سره مثل ونیول شي، په هره بڼه چې وي، او یا له عبادتونو څخه د هر ډول عبادت له الله تعالی پرته بل چا ته وشي، او په شرک یې پیل ځکه وکړ چې تر ټولو لویه ګناه ده.
دویم: جادو دی - چې هغه له غوټو، دمونو، درملو او لوګیو څخه عبارت دی - چې د جادو کړی شوي انسان په بدن کې د هغه په وژلو او یا ناروغولو اغېزه کوي او یا د ښځې او خاوند تر منځه جلاوالی راولي، او دا یو شیطاني عمل دی، او ډیری یې داسې دي چې پایلي ته نه رسیږي مګر په الله تعالی باندې په شرک کولو او یا پلیتو ارواحو ته په هغه څه سره په نزدې کېدولو چې هغوی یې خوښوي.
دریم: د هغه نفس وژل چې الله تعالی یې وژل حرام کړي دي پرته له دې چې د حاکم له خوا په مشروع جواز سره پلي شي.
څلورم: د سود خوړل او یا د نورو وسیلو په استعمالولو سره له سود څخه ګټه اخیستل.
پنځم: د هغه نابالغ په مال کې خیانت کول چې پلار یې بلوغ ته له رسېدو مخکې مړ شوی وي.
شپږم: د کافرانو سره له جګړې څخه تېښته.
اووم: په آزادو او پاکو ښځو باندې د زنا تور لګول او همدارنګه د نارینه و تورنول.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي ملاګاسي ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا آزري اوزبکي اوکراني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. لوی ګناهونه په اوو پورې محدود نه دي او د دې اوو ګناهونو تخصیص د دوی د لویوالي او خطر له امله دي.
  2. د نفس وژلو جواز کله چې په حقه وي، لکه قصاص، مرتد کېدل، او له واده نه وروسته زنا کول، او دا چې شرعي واکمن به يې تطبيقوي.