+ -

عن شداد بن أوس رضي الله عنه قال: ثِنْتَانِ حَفِظْتُهُمَا عَنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِنَّ اللهَ كَتَبَ الْإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ، فَإِذَا قَتَلْتُمْ فَأَحْسِنُوا الْقِتْلَةَ، وَإِذَا ذَبَحْتُمْ فَأَحْسِنُوا الذَّبْحَ، وَلْيُحِدَّ أَحَدُكُمْ شَفْرَتَهُ، فَلْيُرِحْ ذَبِيحَتَهُ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 1955]
المزيــد ...

له شداد بن اوس - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې: دوه خبرې مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زده کړي دي، وایي:
«إِنَّ اللهَ كَتَبَ الْإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ، فَإِذَا قَتَلْتُمْ فَأَحْسِنُوا الْقِتْلَةَ، وَإِذَا ذَبَحْتُمْ فَأَحْسِنُوا الذَّبْحَ، وَلْيُحِدَّ أَحَدُكُمْ شَفْرَتَهُ، فَلْيُرِحْ ذَبِيحَتَهُ». «په حقیقت کې الله تعالی په هر څه کې مهرباني فرض کړې ده ، نو کله چې تاسو وژنۍ، په مهربانۍ سره وژل وکړئ، او کله چې تاسو حلاله کوئ، نو په مهربانۍ سره حلاله وکړئ، او که ستاسو څخه یو څوک حلاله کوي نو خپله چاړه دې تېره کړي، او څاروی دې راحت کړي».

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 1955]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی په ټولو شیانو کې نیکي کول فرض کړي دي، او احسان ( نیکي ) : په دوامداره توګه د الله تعالی په عبادت، خلکو ته په خېر رسولو او له مخلوقاتو څخه په ضرر لرې کولو کې د الله تعالی څار دی، لدې جملې څخه په وژلو او حلالولو کې له مهربانۍ څخه کار اخیستل دي.
په قصاص اخیستلو کې د وژلو پر مهال نیکي کول: داسې چې د مقتول لپاره تر ټولو اسانه، سپکه او چټکه لاره غوره شي.
او په ذبح کې د حلالې پر مهال نیکي کول دا دي چې : د چاړې په تېره کولو سره په څاروي شفقت وشي او د څاروي له مخې چاقو تېره نه شي چې هغه ورته ګوري، او دا چې د نورو څارو د سترګو وړاندې حلال نه شي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي ملاګاسي ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا آزري اوزبکي اوکراني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په مخلوقاتو باندې د الله تعالی رحمت او مهربانۍ.
  2. په وژلو او حلاله کې نیکي دا ده چې په مشروعه بڼه وشي.
  3. د شريعت کمال او هرې ښېګڼې لره یې شاملېدل، چې له جملې څخه یې پر څاروي شفقت او مهرباني ده.
  4. د یو چا تر وژلو وروسته د هغه (مُثله) ټوټه کول حرام دي.
  5. د هر هغه کار ممانعت چې په هغه کې د څاروي تعذیب کول وي.
نور