1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. دعوت او احتساب

حدیث ژر دی چې تاسو به واکمنان وګورئ نو له ځینو کارونو سره به یې تاسو بلد یاست او ځینې نور به یې ردوئ، نو چا چې وپېژندل خلاص شو، او چا چې انکار وکړ نو هغه جوړ پاتې شو، خو هغه څوک چې پرې خوشحاله شو او پيروي یې وکړه

عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ أُمِّ المُؤمنين رضي الله عنها: أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ:
«سَتَكُونُ أُمَرَاءُ فَتَعْرِفُونَ وَتُنْكِرُونَ، فَمَنْ عَرَفَ بَرِئَ، وَمَنْ أَنْكَرَ سَلِمَ، وَلَكِنْ مَنْ رَضِيَ وَتَابَعَ» قَالُوا: أَفَلَا نُقَاتِلُهُمْ؟ قَالَ: «لَا، مَا صَلَّوْا».

د مؤمنانو له مور ام سلمه رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«ژر دی چې تاسو به واکمنان وګورئ نو له ځینو کارونو سره به یې تاسو بلد یاست او ځینې نور به یې ردوئ، نو چا چې وپېژندل خلاص شو، او چا چې انکار وکړ نو هغه جوړ پاتې شو، خو هغه څوک چې پرې خوشحاله شو او پيروي یې وکړه» نو هغوی وویل: آیا مونږ ورسره ونه جنګیږو؟ هغه وفرمایل: نه، تر څو چې لمونځ کوي».

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 1854

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې پر موږ به واکمنان وګمارل شي، چې مونږ به یې ځیني عملونه پيژنو؛ چې د شریعت سره سمون لري، او د دوی له ځینو کارونو به انکار کوو، ځکه چې د شریعت خلاف دی، نو چا چې منکر کار په زړه کې بد وګاڼه پداسې حال کې چې منع کول به یې په وسه کې نه وه، نو له ګناه او منافقت څخه وژغورل شو، او چا چې کولی شو په لاس او یا ژبه یې منع کړي، نو هغوی پرې رد وکړ، نو دی له ګناه کولو او یا پکې له ګډون کولو څخه سالم پاتې شو. خو چا یې چې په کړنو خوښي څرګنده کړه او له هغوی څخه یې پیروي وکړه، نو دوی به هم هلاک شي لکه څرنګه چې هغوی هلاک شول.
بیا دوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې، آیا د همداسې واکمنانو سره ونه جنګیږو چې دا صفتونه ولري؟ نو هغه لدې کار څخه منع کړل، او ویې وییل: نه، تر هغه پورې چې په تاسو کې لمونځونه قایموي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت له نښانو څخه یوه دا ده چې هغه به د ناڅرګندو شیانو په اړه خبر ورکاوه چې په راتلونکې کې به پېښیږي او هغه ډول به پېښېدل لکه څرنګه به یې چې خبر ورکړی و.
  2. په منکر راضي کېدل روا ندي او نه پکې ګډون کول، او منع کول ترې واجب دي.
  3. كله چې واکمنان داسې یو كار وكړي چې له شريعت سره په تضاد كې وي، نو اطاعت کول یې روا ندي.
  4. په واکمنانو راوتل جایز ندي؛ ځکه چې لوی فساد ترې جوړیږي؛ وینه تویېږي او امنیت له منځه ځي، نو د ګناهکارو واکمنانو زغمل او د هغوی په ضرر صبر کول لدې څخه آسان دي چې خروج پرې وشي.
  5. لمونځ ډېر لوی ارزښت لري، همدا لمونځ دی چې د کفر او اسلام تر منځ بیلوونکی دی.

د ژباړو راړول

58 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
JA 日本語 اليابانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
KMR Kurmancî الكرمنجية