عن أبي هريرة رضي الله عنه : أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «لا تجعلوا بيوتكم مَقَابر، إنَّ الشيطان يَنْفِرُ من البيت الذي تُقْرَأُ فيه سورةُ البقرة».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: « خپل کورونه مو هدیرې مه جوړوئ، ځکه شیطان له هغه کوره تښتي چې البقره سورت پکې لوستل کیږي».
صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

ابو هریره - رضي الله عنه - خبر راکوي چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - منع فرمایلي دي لدې چې کورونه دي مقبرې وګرځول شي، یعنې د هدیرو په څېر شي چې اوسیدونکي یې لمونځونه او تلاوت نه کوي، او کورونه یې لدې امله په مقبرو سره ونومول چې لمونځونه پکې نه کیږي، ځکه چې په مقبره کې لمونځ کول نه صحیح کیږي، بیا پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکړ چې شیطان له هغه کوره تښتي چې اوسیدونکي یې پکې د بقرې سورت لولي، ځکه چې د قرآن لوستلو له برکته او پکې د الهي حکمونو د پر ځای کولو له امله شیطان د هغوی له ګمراه کولو او دوکې ورکولو څخه مایوسه کیږي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د سورت بقرې د فضیلت بیان.
  2. شیطان له هغه کوره تښتي چې البقرة سورت پکې لوستل کیږي، او نه ورنږدې کیږي.
  3. په مقبرو کې لمونځ کول نه صحیح کیږي.
  4. په کورونو کې زیات عبادت او نفلي لمونځونه کول مستحب دي.