ډلبندي: فضایل او آداب .

عن أبي الدرداء رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «مَنْ رَدَّ عَنْ عِرْضِ أَخِيهِ رَدَّ اللَّهُ عَنْ وَجْهِهِ النَّارَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».
[صحيح] - [رواه الترمذي وأحمد]
المزيــد ...

له ابو الدرداء رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: څوک چې د خپل ورور له عزت څخه دفاع وکړي، الله به یې د قیامت په ورځ له مخ څخه اور واړوي"
صحيح - ترمذی روایت کړی دی

تشریح

په حدیث کې د هغه چا فضیلت بیان شوی چې د خپل مسلمان ورور له ابرو او عزت څخه دفاع وکړي، که په مجلس کې له ناستو خلکو یې یو غیبت وکړي، نو پر تا فرض دي چې د خپل مسلمان ورور څخه دفاع وکړې، او غیبت کوونکی چپ کړې، او ناروا کار منع کړې، خو که چېرته دې پرېښود نو دا دې د مسلمان ورور ذلیلول بلل کیږي، هغه څه چې پر دې دلیل دی چې موخه ورڅخه د هغه په نه شتون کې دفاع ده د أسماء بنت یزید، حدیث دی چې له پیغمبر- صلی الله علیه وسلم -څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: چا چې د مسلمان ورور غوښه په غیبت سره له خوړلو وساتله، نو په الله یې حق دی چې له اور څخه به یې ازادوي. أحمد روایت کړی دی او الباني صحیح ګڼلی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. دا ثواب د هغه حالت پورې ځانګړی دی چې د مسلمان ورور په نه شتون کې یې غیبت وکړای شي.
  2. سزا د عمل له جنس څخه ده، چا چې د خپل ورور له ابرو څخه ساتنه وکړه، الله به ترې اور وګرځوي ( یعنې له اور څخه به یې وساتي).
  3. د اور ثبوت، او د قیامت د ورځې ثبوت.