عن تميم الداري رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال:
«الدِّينُ النَّصِيحَةُ» قُلْنَا: لِمَنْ؟ قَالَ: «لِلهِ وَلِكِتَابِهِ وَلِرَسُولِهِ وَلِأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ».

له تمیم الداري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
"دین نصیحت دی" مونږ وویل: د چا لپاره؟ هغه وفرمایل: "د الله لپاره، د هغه د کتاب لپاره، د هغه د رسول لپاره، د مسلمانو چارواکو او د دوی عامو خلکو ته".

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 55

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د دین بنسټ په اخلاص او صداقت ولاړ دی، تر دې چې په هغه ډول بشپړ ادا شي لکه څرنګه چې الله تعالی لازم کړی دی، پرته له هر ډول کوتاهۍ، غفلت او فریب څخه.
رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل شول: چې دین د چا لپاره نصيحت دی؟ نو هغه وفرمایل:
لومړی: د الله تعالی لپاره نصیحت: هغه ته په اخلاص سره عمل کول، له هغه سره شرک نه کول، د هغه په ربوبیت، الوهیت، اسماء او صفاتو ایمان لرل، د هغه ​​امر لوی ګڼل، او پر هغه باندې ایمان راوړلو ته بلنه ورکول دي.
دویم: د هغه د کتاب؛ قرآن کریم لپاره نصیحت پدې خبره باور ساتل دي چې دا د هغه کلام او وروستی کتاب دی، د ټولو مخکنیو شریعتونو منسوخوونکی دی، مونږ یې درناوی کوو، په حقه یې لولو، په محکم یې عمل کوو، او متشابه ته یې غاړه ږدو، د تحریف کوونکو د تاویل په وړاندې ترې دفاع کوو، له نصیحتونو یې پند اخلو، علوم یې خپروو او بلنه ورته کوو.
دريم: د هغه د رسول؛ محمد صلى الله عليه وسلم لپاره نصیحت: پدې خبره ایمان لرل دي چې هغه وروستی پیغمبر دی او په هغه څه کې یې ریښتنی وګڼو چې راتګ یې پرې کړی دی، حکمونه یې ومنو، له هغه څه ډډه وکړو چې مونږ یې ترې منع کړي یو، د الله عبادت یوازې په هغه څه سره وکړو چې هغه پرې راتګ کړی دی، د حق درناوی یې وکړو، احترام یې وکړو، دعوت ته یې بلنه ورکړو، شریعت یې خپور کړو او تورونه ترې لرې کړو.
څلورم: د مسلمانو چارواکو لپاره نصیحت : په حق چارو کې د هغوی ملاتړ کول، له هغوی سره د واک په سر شخړه نه کول، د الله تعالی د اطاعت په چوکاټ کې هغوی ته غوږ نیول او اطاعت یې کول.
پنځم: د مسلمانانو لپاره نصیحت: له هغوی سره نیکي کول، هغوی ته بلنه ورکول، هغوی ته د ضرر رسولو مخنیوی، له هغوی سره ښېګڼه خوښول، او له هغوی سره د نیکي او تقوا په چارو کې مرسته کول دي.

د حديث له ګټو څخه

  1. ټولو ته په نصیحت کولو امر.
  2. په دین کې د نصیحت لویه مرتبه.
  3. دین؛ عقایدو، ویناوو او عملونو ته شامل دی.
  4. له نصیحت څخه دا هم دي چې کوم چاته نصیحت کیږي نو نصیحت کوونکی باید له هر ډول دوکې څخه پاک وي او هغه ته د خیر رسولو اراده ولري.
  5. د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ښې ښوونې (میتود کارول) چې یو شی لومړی عمومي ذکر کوي او بیا یې په اړه تفصیل ورکوي.
  6. تر ټولو مهم او بیا ورپسې مهم ته لومړیتوب ورکول، لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله لپاره په نصیحت پیل وکړ، بیا د هغه د کتاب لپاره، بیا د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم لپاره، بیا د مسلمانو چارواکو لپاره او بیا عامو مسلمانانو ته.

د ژباړو راړول

69 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
JA 日本語 اليابانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
FF Fulfulde الفولانية
IT Italiano الإيطالية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
BG Български البلغارية
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
EL Ελληνικά اليونانية
AK Akan الأكانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
LN Lingala اللينجالا
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
BM Bambara البامبارية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
DA Dansk الدنماركية
RN Kirundi الكيروندي
KMR Kurmancî الكرمنجية
MS Bahasa Melayu الملايو