+ -

عن جَرِيْر بنِ عبدِ الله رضي الله عنه قال:
كُنَّا عِنْدَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَنَظَرَ إِلَى الْقَمَرِ لَيْلَةً -يَعْنِي الْبَدْرَ- فَقَالَ: «إِنَّكُمْ سَتَرَوْنَ رَبَّكُمْ كَمَا تَرَوْنَ هَذَا الْقَمَرَ، لَا تُضَامُونَ فِي رُؤْيَتِهِ، فَإِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَنْ لَا تُغْلَبُوا عَلَى صَلَاةٍ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا فَافْعَلُوا» ثُمَّ قَرَأَ: «{وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ}»

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 554]
المزيــد ...

له جریر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
مونږ یو شپه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو چې سپوږمۍ ته یې وکتل - یعنې د څوارلسمې شپې وه - نو ویې فرمایل: «إِنَّكُمْ سَتَرَوْنَ رَبَّكُمْ كَمَا تَرَوْنَ هَذَا الْقَمَرَ، لَا تُضَامُونَ فِي رُؤْيَتِهِ، فَإِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَنْ لَا تُغْلَبُوا عَلَى صَلَاةٍ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا فَافْعَلُوا» ثُمَّ قَرَأَ: «{وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ}» «خامخا به تاسو خپل رب داسې وینئ لکه څرنګه چې تاسو دا سپوږمۍ وینئ پرته له کومې ستړتیا او سختۍ څخه، نو که چېرته مو وکولای شول چې د لمر راختلو څخه مخکې او له لمر پرېوتلو وړاندې لمونځ درڅخه پاتې نه شي، نو دا کار وکړئ» بیا یې دا آیت ولوست {وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ}» یعنې: او د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختلو نه مخكې او له لمر ډوبېدلو نه مخكې}»

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 554]

تشریح

صحابه کرام رضی الله عنهم له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یوه شپه ول چې سپوږمۍ ته یې وکتل، د څوارلسمې شپې سپوږمې وه - نو ویې فرمایل: مؤمنان به خپل رب بې له شکه په رښتینو سترګو ویني پرته لدې چې اشتباه وکړي، پداسې حال کې چې یو بل سره به ټیل ماټیل نه کوي، نه به ستړي کیږي او نه به د هغه تعالی د لیدو پر مهال سختي ګوري. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که ومو کولای شول چې د سهار او مازدیګر له لمونځونو څخه منع کوونکي اسباب له مینځه یوسئ نو دا کار وکړئ، او په خپل وخت سره یې په جماعت سره ادا کړئ، ځکه چې دا کار د الله جل جلاله مخ ته د کتلو له اسبابو څخه دی. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: (وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ) (او د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختلو نه مخكې او له لمر ډوبېدلو نه مخكې).

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه چیکي ملاګاسي اورومي ژباړه Kannada کنادا اوکراني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د مؤمنانو لپاره په جنت کې د الله تعالی د لیدلو زیری.
  2. تاکید، هڅونه، او مثالونه وړاندې کول د دعوت له طریقو څخه دي.
نور