عَنْ أَبِي سَعِيدٍ رَضيَ اللهُ عنه:
أَنَّ جِبْرِيلَ أَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: يَا مُحَمَّدُ اشْتَكَيْتَ؟ فَقَالَ: «نَعَمْ» قَالَ: «بِاسْمِ اللهِ أَرْقِيكَ، مِنْ كُلِّ شَيْءٍ يُؤْذِيكَ، مِنْ شَرِّ كُلِّ نَفْسٍ أَوْ عَيْنِ حَاسِدٍ، اللهُ يَشْفِيكَ بِاسْمِ اللهِ أَرْقِيكَ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2186]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابو سعید رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
جبرائیل علیه السلام نبي ﷺ ته راغی او ویې ویل: اې محمده! ناروغ یې؟ هغه وفرمایل: هو، ویې ویل: «بِاسْمِ اللهِ أَرْقِيكَ، مِنْ كُلِّ شَيْءٍ يُؤْذِيكَ، مِنْ شَرِّ كُلِّ نَفْسٍ أَوْ عَيْنِ حَاسِدٍ، اللهُ يَشْفِيكَ بِاسْمِ اللهِ أَرْقِيكَ».«د الله په نوم دې دموم، له هر هغه شي نه چې تا ځوروي، د هر نفس او د حسد کوونکي له بدۍ څخه، الله دې شفا درکړي، د الله په نوم دې دموم».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2186]

تشریح

جبرائیل علیه السلام نبي ﷺ ته راغی او ترې یې وپوښتل: ای محمده! ته ناروغ شوی یې؟ هغه وفرمایل: هو. نو جبرائیل نبي ﷺ پدې ویناوو سره دم کړ: «باسم الله» د الله په نوم، په هغه مرسته غوښتونکی، «أرقيك» تا دموم او تاته پناه غواړم، «من كل شيء يؤذيك» د هر هغه شي له شر څخه چې تا ځوروي، هغه که کوچنی وي او یا لوی، «من شر كل نفس» خبيثة، د هر خبیث نفس له شر څخه، «أو عين حاسد» او یا د حسد کوونکي له نظر څخه، چې تاته بد در ورسوي، «يشفيك» الله تعالی دې شفا درکړي، او له ټولو ناروغیو دې تا وساتي، «باسم الله أرقيك» د الله په نوم دې دموم، د مبالغې لپاره یې الفاظ تکرار کړل، پېل او پای یې په همدې الفاظو وکړه، او پدې کې دېته اشاره ده چې له هغه سپېڅلي ذات پرته بل څوک نفع رسوونکی نشته.

د حديث له ګټو څخه

  1. د ناروغۍ په اړه خبر ورکول جایز دي، تر څو ورته خپل حالت بیان کړي، نه دا چې د شکایت او ناراحتۍ لپاره.
  2. دم کول په لاندې شرطونو جایز دي:
  3. ۱- چې په قرآن، د الله تعالی په ذکر او مشروعه دعاګانو سره وي.
  4. ۲- چې په عربي ژبه وي، یا په داسې ژبه وي چې معنا یې معلومه وي.
  5. ۳- باور ولري چې دم په خپله اغیزه نه لري؛ بلکې له اسبابو څخه یو سبب دی چې د الله تعالی له اجازې پرته هیڅ اغیزه نه لري.
  6. ۴- له شرک، حرامو، بدعت او دې ته ورته شیانو څخه پاکه وي.
  7. د نظر (سترګو لګېدو) د ضرر ثبوت، او دا چې نظر حق دی، نو باید سړی ترې ځان دم کړي.
  8. په هغه څه دم کول مستحب دي چې په حدیث کې راغلي دي.
  9. نبي ﷺ هم لکه د نورو انسانانو په څېر دی، چې د هغوی په څېر به ناروغه کېده لکه څنګه چې هغوی ناروغه کیږي.
  10. د الله تعالی له لوري د خپل نبي ساتنه او پالنه، او دا چاره پرېښتو ته ورسپارل.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (35)
نور