ډلبندي: فضایل او آداب .
+ -

عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يقول:
«الصَّلَوَاتُ الْخَمْسُ، وَالْجُمُعَةُ إِلَى الْجُمُعَةِ، وَرَمَضَانُ إِلَى رَمَضَانَ، مُكَفِّرَاتٌ مَا بَيْنَهُنَّ إِذَا اجْتَنَبَ الْكَبَائِرَ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 233]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به فرمایل:
«الصَّلَوَاتُ الْخَمْسُ، وَالْجُمُعَةُ إِلَى الْجُمُعَةِ، وَرَمَضَانُ إِلَى رَمَضَانَ، مُكَفِّرَاتٌ مَا بَيْنَهُنَّ إِذَا اجْتَنَبَ الْكَبَائِرَ». "پنځه وخته لمونځونه، له یوې جمعې څخه تر بلې پورې، او له یو رمضان څخه تر بل پورې، د دوی تر منځه د ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې له کبیره ګناهونو څخه ځان وساتل شي".

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 233]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په شپه او ورځ کې پنځه وخته فرض لمونځونه، او هره اونۍ کې د جمعې لمونځ، او هر کال د رمضان د میاشتې روژه د دوی تر منځه د صغیره ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې د لویو ګناهونو څخه ځان وژغورل شي. او کوم چې لوی ګناهونه دي لکه: زنا او شراب څښل نو پرته له توبې یې کفاره نشته.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي الموري ملاګاسي فولاني ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا الولوف البلغارية آزري الأكانية اوزبکي اوکراني الجورجية اللينجالا المقدونية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. له ګناهونو څخه ځیني واړه او ځینې لوی وي.
  2. د کوچنیو ګناهونو د کفارې لپاره د لویو ګناهونو څخه ځان ژغورل شرط دی.
  3. لوی (کبیره) ګناهونه هغه دي چې په دنیا کې پرې حد ټاکل شوی وي او یا په آخرت کې پرې په عذاب او یا غضب سره ګواښل شوي وي، او یا پکې تهدید وي او یا یې په تر سره کوونکي لعنت ویل شوی وي لکه: زنا او شراب څښل.