عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «أقْرَبُ ما يَكون العبد مِنْ رَبِّهِ وهو ساجد، فَأَكْثروا الدُّعاء».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...
أبو هریرة - رضي الله عنه - له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي فرمایي: «بنده د سجدې پر مهال خپل رب ته تر ټولو نږدې وي، نو ډیرې دعاګانې وکړئ».
صحيح - مسلم روايت کړی دی
له أبو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي: "أقرب ما يكون العبد من ربه وهو ساجد" بنده د سجدې پر مهال خپل رب ته تر ټولو نږدې وي، دا ځکه چې انسان کله سجده وکړي، نو د بدن تر ټولو عزتمن غړي یې د پښو اېښودلو په ځای کې ږدي، هغه -ځای- چې قدمونه پرې اېښودل کیږي، همدا رنګه هغه د خپل بدن تر ټولو پورته برخه د هغه په بدن کې له ترټولو ټیټې برخې سره برابروي - یعني: د هغه مخ د هغه په بدن کې ترټولو لوړ دی او پښې یې د هغه په بدن کې ترټولو ټیټې دي - نو هغه دواړه سره برابر ږدي؛ الله تعالی ته د عاجزۍ او خاکسارۍ له امله، ځکه نو د سجدې پر مهال هغه ته تر ټولو ډیر نږدې وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د سجدې په وخت کې د ډیرو دعاګانو امر کړی، ترڅو بدن او د انسان حالت دواړه الله - تعالی - ته په عاجزۍ سره یو ځای شي لدې امله انسان په سجده کې وایي: سبحان ربي الأعلی، کوم څه چې د دې ښکارندویي کوي چې هغه - جل جلاله - ذات ترټولو لوړ او پورته دی، په ذات او صفاتو سره، او دا چې انسان د لوی الله د جلال او عظمت په نسبت تر ټولو ښکته او ټیټ دی.