+ -

عن أبي صِرْمة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
«مَنْ ضَارَّ ضَارَّ اللهُ بِهِ، وَمَنْ شَاقَّ شَقَّ اللهُ عَلَيْهِ».

[حسن] - [رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه وأحمد] - [سنن الترمذي: 1940]
المزيــد ...

له ابوصرمة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«مَنْ ضَارَّ ضَارَّ اللهُ بِهِ، وَمَنْ شَاقَّ شَقَّ اللهُ عَلَيْهِ». «څوک چې (چاته) ضرر واړوي الله به هغه ته ضرر ورواړوي او څوک چې پر (چا) سختي راولي، الله به په هغه سختي راولي».

[حسن] - - [سنن ترمذی - 1940]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم یو مسلمان ته له زیان رسولو او یا ورته د تکلیف رسولو په اړه خبرداری ورکړی دی؛ که دا تکلیف رسول د هغه په مال کې وي او یا ځان کې، او دا چې که څوک دا کار وکړي، نو الله تعالی به هغه ته سزا ورکړي او د هغه د کړني سره سم به یې مجازات کړي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي الموري ملاګاسي فولاني اورومي ژباړه Kannada کنادا الولوف البلغارية آزري اوزبکي اوکراني الجورجية اللينجالا المقدونية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. مسلمان ته له ضرر رسولو او تکلیف ورکولو څخه ممانعت.
  2. د خپل بنده لپاره د الله تعالی غچ اخیستل.