عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «ليس الواصل بالمُكَافِئِ ، ولكنَّ الواصل الذي إذا قَطعت رحِمه وصَلَها».
[صحيح] - [رواه البخاري]
المزيــد ...
له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: خپلوي پالونکی هغه څوک ندی چې د نیکۍ مقابل کې نیکي وکړي، بلکه هغه څوک دی چې کله ورسره خپلوي پرې کړای شي هغه یې بیرته رغوي.
صحيح - بخاري روايت کړی دی
د هغه - صلی الله علیه وسلم - د دې وینا "ليس الواصل بالمكافىء" معنا دا ده چې په صله رحمۍ او خپلوانو سره نیکۍ کولو کې پوره انسان هغه ندی چې د نیکۍ مقابل کې نیکي وکړي، بلکه حقیقي خپلوي پالونکی او پوره صله رحمه انسان هغه دی چې ته ورسره خپلوي پرې کړي او هغه یې بیرته ورغوي ( ویې پالي ) اګر که بدي دې ورسره هم کړي وي، بیا هم د بدۍ په مقابل کې نیکي کوي، دا - انسان - په رښتیا چې د خپلوۍ پالونکی دی، انسان باید د خپلو خپلوانو، ګاونډیانو، ملګرو او نورو په ضرر صبر وکړي او د الله تعالی څخه یې په بدل کې د اجر امید وساتي، پدې حال کې به دوی تل د ځان سره د الله تعالی لخوا ملاتړی ولري، او همدا ګټونکی دی، او هغوی تاوانیان دي، صله رحمي په مال سره کیږي، او د اړتیا پر مهال په مرستې سره، او د ضرر په لرې کولو سره ، او په ورین تندی مخ کیدلو او هغوی ته په دعا کولو سره، او په ټول شموله معنا د خیر په رسولو سره څومره چې شوني وي، او د توان په اندازه د شر په دفع کولو سره څومره چې شوني وي. اسلام په خپلوۍ پالنې ډیر زیات ټینګار کړی، خو دا د صله رحمۍ پرې کول ندي چې یو څوک یې د احتیاط یا مخنیوي په توګه پریږدي، لکه څوک چې د صله رحمۍ په پرېښودلو کې مصلحت ګوري مثلا، د دې په خاطر یې پریږدي چې کیدی شي خپلوان یې په سمه لار روان شي، او دیني سرغړونې پریږدي، یا دا چې په خپل ځان او اولاد وویریږي چې که چيرته د خپلوانو سره خپلوۍ وساتي سره لدې چې زیاتې شرعي سرغړونې لري، نو کیدی شي چې دا سرغړونې یې ده او د ده تر لاس لاندې کورنۍ ته هم سرایت وکړي.