+ -

عَنْ عَبْدِ اللهِ بنِ مَسْعُودٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«أَوَّلُ مَا يُقْضَى بَيْنَ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِي الدِّمَاءِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 1678]
المزيــد ...

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«أَوَّلُ مَا يُقْضَى بَيْنَ النَّاسِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِي الدِّمَاءِ». "د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړی د وینو په اړه پرېکړې کیږي".

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 1678]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم یادونه کړې ده چې لومړی هغه څه چې د خلکو تر منځه به یې فیصله کیږي هغه د خلکو تر منځه په وینو تویلو سره یو پر بل ظلم کول دي لکه: وژل او ټپي کول.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي ألماني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي الموري ملاګاسي اورومي ژباړه Kannada کنادا الولوف آزري اوکراني الجورجية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د وینو تویولو د مسألې عظمت، ځکه خو پیل په تر ټولو مهم څيز کیږي.
  2. ګناهونه هغه فساد ته په لیدو لوییږي چې پرې مرتبیږي او د بې ګناه خلکو ژوند اخیستل تر ټولو لوی فساد دی چې له کفر او په الله تعالی له شرک پرته بل لوی فساد ترې نشته.
نور