+ -

عن ابن عباس رضي الله عنهما قال:
كُنْتُ خَلْفَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمًا، فَقَالَ: «يَا غُلَامُ، إِنِّي أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ، احْفَظِ اللهَ يَحْفَظْكَ، احْفَظِ اللهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللهَ، وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللهِ، وَاعْلَمْ أَنَّ الْأُمَّةَ لَوِ اجْتَمَعَتْ عَلَى أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَيْءٍ، لَمْ يَنْفَعُوكَ إِلَّا بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللهُ لَكَ، وَلَوِ اجْتَمَعُوا عَلَى أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَيْءٍ، لَمْ يَضُرُّوكَ إِلَّا بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللهُ عَلَيْكَ، رُفِعَتِ الْأَقْلَامُ وَجَفَّتِ الصُّحُفُ».

[صحيح] - [رواه الترمذي] - [سنن الترمذي: 2516]
المزيــد ...

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې:
كُنْتُ خَلْفَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمًا، فَقَالَ: «يَا غُلَامُ، إِنِّي أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ، احْفَظِ اللهَ يَحْفَظْكَ، احْفَظِ اللهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللهَ، وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللهِ، وَاعْلَمْ أَنَّ الْأُمَّةَ لَوِ اجْتَمَعَتْ عَلَى أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَيْءٍ، لَمْ يَنْفَعُوكَ إِلَّا بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللهُ لَكَ، وَلَوِ اجْتَمَعُوا عَلَى أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَيْءٍ، لَمْ يَضُرُّوكَ إِلَّا بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللهُ عَلَيْكَ، رُفِعَتِ الْأَقْلَامُ وَجَفَّتِ الصُّحُفُ». زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره شاته په سپرلۍ سپور وم نو ویې وییل:« اې هلکه، زه تا ته څو خبرې درښایم: الله په ياد لره، هغه به ستا ساتنه وکړي، الله په ياد لره، هغه به دې په وړاندې ومومې، کله دې چې څه غوښتل نو له الله څخه یې وغواړه، او کله دې چې مرسته غوښتله، نو له الله نه یې وغواړه او پوهه شه چې: که دا ټول خلک راغونډ شي تر څو تاته د څه ګټه درورسوي، نو هغوی به تاته هېڅ ګټه و نه رسوي پرته له هغې چې الله درته لیکلی وي، او که دوی راغونډ شي تر څو تاته یو څه ضرر دورسوي، نو هېڅ ضرر به در ونه رسوي له هغه پرته چې الله تعالی درته لیکلي وي. قلمونه پورته شوي او کاغذونه وچ شوي دي».

[صحيح] - [ترمذی روایت کړی دی] - [سنن ترمذی - 2516]

تشریح

ابن عباس رضي الله عنهما خبر ورکوي چې هغه کوچنی و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې شاته په سپرلۍ ناست و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: زه تاته یو څه کارونه او شیان درښایم چې الله تعالی به پرې ګټه دروسوي:
الله - تعالی - په یاد لره د هغه د اوامرو په ساتلو او له منهیاتو څخه یې په ځان ژغورلو سره، داسې چې په اطاعت او عبادت کې دې ومومي او په نافرمانۍ او ګناهونو کې دې ونه مومي، كه چېرته دې داسې وكړل، نو بدل به دې دا وي چې الله تعالی به دې د دنيا او آخرت له سختیو وساتي او په هر ځای کې چې یې نو په چارو کې به دې درسره مرسته وکړي.
او کله دې چې څه غوښتل نو یوازې له الله جل جلاله یې وغواړه، ځکه یوازې هغه - ذات دی چې - سوال کوونکو ته ځواب ورکوي (دعا یې قبلوي).
او که مرسته غواړې نو یوازې له الله تعالی نه مرسته وغواړه.
او باید دا باور ولرې چي که د ځمكې ټول خلک تاته د ګټې رسولو لپاره راغونډ شي، تاته هېڅ ګټه لاسته نه درځي مګر هغه چې الله - جل جلاله - درته لیکلې ده، او که د ځمکې ټول خلک تاته د ضرر رسولو لپاره راغونډ شي، نو تاته به هېڅ ضرر ونه رسیږي مګر هغه چې الله تعالی درته لیکلی دی.
او دا چې دا کار د الله پاک لخوا د هغه د حکمت او پوهې له مخې ټاکل شوی دی، او د الله جل جلاله حکم لره هېڅ بدلون نشته.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي ملاګاسي ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا آزري اوزبکي اوکراني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. کوچنیانو او ماشومانو ته د توحید، ادب او نورو دیني چارو د ښوونې ارزښت.
  2. سزا د عمل له جنس څخه ده.
  3. په الله تعالی باندې د باور کولو او له بل چا پرته پر هغه توکل کولو باندې امر، او همهغه - ذات - د چارو غوره کارساز دی.
  4. د (الله تعالی) په پرېکړه او تقدیر باندې ایمان او پرې خوښي څرګندول او دا چې الله جل جلاله په هر شي قادر دی.
  5. چا چې د الله تعالی امر ضایع کړ، نو الله تعالی به یې ضایع کړي او ساتنه به ترې ونه کړي.
نور