+ -

عَنْ ‌أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ:
كَانَ أَهْلُ الْكِتَابِ يَقْرَؤُونَ التَّوْرَاةَ بِالْعِبْرَانِيَّةِ، وَيُفَسِّرُونَهَا بِالْعَرَبِيَّةِ لِأَهْلِ الْإِسْلَامِ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَا تُصَدِّقُوا أَهْلَ الْكِتَابِ وَلَا تُكَذِّبُوهُمْ، وَقُولُوا: {آمَنَّا بِاللهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا} [البقرة: 136] الْآيَةَ».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 4485]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی هغه ویلي:
كَانَ أَهْلُ الْكِتَابِ يَقْرَؤُونَ التَّوْرَاةَ بِالْعِبْرَانِيَّةِ، وَيُفَسِّرُونَهَا بِالْعَرَبِيَّةِ لِأَهْلِ الْإِسْلَامِ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَا تُصَدِّقُوا أَهْلَ الْكِتَابِ وَلَا تُكَذِّبُوهُمْ، وَقُولُوا: {آمَنَّا بِاللهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا} [البقرة: 136] الْآيَةَ». اهل کتابو به تورات په عبراني ژبه لوسته، او په عربي ژبه به يې مسلمانانو ته تفسیراوه، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «اهل کتاب مه ریښتیني ګڼئ او مه دروغجن، بلکې ووایئ: {آمَنَّا بِاللهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا} [البقرة: 136] الْآيَةَ».{مونږ ایمان راوړی پر الله او پر هغه څه چې مونږ ته نازل شوي دي}

[صحيح] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحیح بخاري - 4485]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته په هغه څه له دوکه کېدلو څخه خبرداری ورکړ چې اهل کتاب یې له خپلو کتابونو څخه روایتوي. ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې یهودانو تورات په عبراني ژبه لوسته؛ کومه چې د یهودو ژبه ده او په عربي به یې تشریح کاوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اهل کتاب مه ریښتیني ګڼئ او مه دروغجن، دا - حکم - په هغه څه کې دی چې رښتیا او دروغ یې ښکاره نه وي؛ دا ځکه چې الله تعالی مونږ ته امر کړی چې په هغه څه ایمان راوړو چې موږ ته له قرآن څخه نازل شوي دي، او په هغه څه چې دوی ته د کتاب - تورات او انجیل - له لارې نازل شوي دي، مګر دا چې که مونږ وغواړو د هغوی په کتابونو کې د صحیحو او یا غلطو روایتونو په اړه پوه شو بله لار نه لرو پرته لدې چې زمونږ شریعت یې مونږ ته د سموالي او یا ناسموالي په اړه څرګندونه وکړي، نو مونږ ودرېږو (توقف کوو )، په دوی باور نه کوو؛ ځکه هسې نه چې مونږ له هغوی سره په هغه څه کې شریک شو چې دوی تحریف کړي دي، او مونږ دوی دروغجن هم نه ګڼو، شاید خبره یې ریښتیا وي، ځکه کېدی شي - په دروغ ګڼلو سره - مونږ له هغه څه څخه انکار وکړو چې موږ ته پرې د ایمان راوړلو امر شوی دی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته امر وکړ چې ووایو: {آمنا بالله وما أنزل إلينا وما أنزل إلى إبراهيم وإسماعيل وإسحاق ويعقوب والأسباط وما أوتي موسى وعيسى وما أوتي النبيون من ربهم لا نفرق بين أحد منهم ونحن له مسلمون} (مونږ په الله تعالی اېمان راوړی دی او په هغه څه چې مونږ ته نازل کړی شوي دي، او په هغه څه چې ابراهېم او اسماعیل او اسحاق او یعقوب او د هغوی اولادې ته نازل کړی شوي دي، (او مونږ اېمان راوړی دی) په هغه څه چې موسی او عېسی ته ورکړی شوي دي، او په هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) پېغمبرانو ته ورکړای شوي دي، مونږ په دوی کې د هېڅ یو په منځ کې فرق نه کوو، او مونږ خاص د هغه الله تعالی حکم منونکي یو). [البقرة: 136].

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي الموري ملاګاسي ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا الولوف البلغارية آزري اليونانية اوزبکي اوکراني الجورجية اللينجالا المقدونية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د هغه څه په اړه چې اهل كتابو خبر ورکړی؛ ​​درې ډوله دي: يو ډول یې هغه څه دي چې له قرآن او سنتو سره موافق وي، نو رښتیا ګڼل کیږي، او بل ډول یې هغه دي چې د قرآن او سنت سره مخالفت ولري نو دا باطل دي او دروغ ګڼل کیږي، او دریم ډول یې هغه دي چې په قرآن او سنت کې یې په اړه داسې څه نه وي راغلي چې پر مټ یې رښتیا او یا درواغ وګڼل شي؛ نو دا ډول یې روایت کیږي، خو نه رښتیا ګڼل کیږي او نه دروغ.