+ -

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ أَنْ تُؤْتَى رُخَصُهُ، كَمَا يُحِبُّ أَنْ تُؤْتَى عَزَائِمُهُ».

[صحيح] - [رواه ابن حبان] - [صحيح ابن حبان: 354]
المزيــد ...

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ أَنْ تُؤْتَى رُخَصُهُ، كَمَا يُحِبُّ أَنْ تُؤْتَى عَزَائِمُهُ». «الله جل جلاله خوښ ګڼي چې له رخصتونو څخه یې ګټه واخیستل شي، لکه څرنګه چې له عزیمتونو څخه یې ګټه اخیستل کیږي».

[صحيح] - [ابن حبان روايت کړی دی] - [د ابن حبان صحیح - 354]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: الله جل جلاله خوښوي چې له هغو رخصتونو څخه یې ګټه واخستل شي چې روا کړي یې دي لکه په احکامو او عباداتو کې تخفیف او د عذر پر مهال په مکلف باندې اسانتیا راوستل - لکه د لمانځه قصر او یا په سفر کې - د لمونځونو - جمع کول. لکه څرنګه چې خوښ ګڼي عزیمت یې پر ځای شي لکه واجب کارونه، ځکه په رخصت او عزیمت دواړو کې د الله تعالی حکم یو دی.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي الموري ملاګاسي ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا الولوف البلغارية آزري اليونانية اوزبکي اوکراني الجورجية اللينجالا المقدونية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله تعالی رحمت پر خپلو بنده ګانو او دا چې هغه پاک ذات خوښ ګڼي له هغو رخصتونو یې ګټه واخستل شي چې روا کړي یې دي.
  2. د دې شریعت بشپړتیا، او له مسلمان څخه یې د سختۍ لرې کول.