+ -

عَنِ ابنِ مَسعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَا يَحِلُّ دَمُ امْرِئٍ مُسْلِمٍ إِلَّا بِإِحْدَى ثَلَاثٍ: الثَّيِّبُ الزَّانِي، وَالنَّفْسُ بِالنَّفْسِ، وَالتَّارِكُ لِدِينِهِ المُفَارِقُ لِلْجَمَاعَةِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 1676]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«د هېڅ مسلمان وینه له دریو حالتونو پرته تویول روا نه دي: واده شوی زناکار، د قصاص په حق کې (د نفس په بدل کې)، او هغه څوک چې خپل دین پرېږدي او له جماعت څخه جلا شي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 1676]

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې د مسلمان وینه تویول حرام دي، مګر دا چې له دریو کارونو څخه یو ترسره کړي: لومړی دا چې: څوک په زنا ګناه کې واقع شي حال دا چې په صحیح عقد سره یې نکاح کړي ويِ؛ نو په رجم سره یې وژل روا دی. دویم: څوک چې بې ګناه نفس په قصدي توګه وواژه، نو د شرطونو مطابق دی هم باید ووژل شي. دریم: دا چې څوک د مسلمانانو له جماعت څخه جلا شي؛ یا دا چې په بشپړه توګه اسلام پرېږدي او مرتد شي او یا دا چې مرتد نه وي خو له ډلې جلا شي لکه باغیان، لاره شکوونکي غله او د خوارجو جنګیالي او داسې نور.

د حديث له ګټو څخه

  1. د دې دریو خلصتونو حراموالی، او دا چې چا له دوی څخه یو ترسره کړ، نو د وژلو مستحق دی: یا په کافر کېدو چې مرتد شي او له اسلام څخه واوړي، یا پرې حد جاري شي چی هغوی دوه ډوله خلک دي: واده شوی زناکار، او هغه چې څوک په قصدي توګه څوک ووژني.
  2. د عزتونو حفاظت او د هغوي پاک ساتل اړين دي.
  3. د مسلمان درناوی کول اړین دي، او دا چې د هغه وینه خوندي ده.
  4. د مسلمانانو له ډلې سره پر یو ځای پاتې کېدلو باندې ټینګار او ورڅخه نه بېلېدل.
  5. د پيغمبر صلی الله علیه وسلم ښکلې ښوونه، چې کله ناکله به یې خپلې خبرې په ویش سره وړاندې کولې؛ ځکه چې وېش مسایل محدودوي او راټولوي، او د یادولو لپاره یې آسانه کوي.
  6. الله تعالی حدود وضع کړي؛ د دې لپاره چې د مجرمانو مخنوی وکړي او ټولنه له جرمونو څخه خوندي وساتي.
  7. د دې حدودو پلي کول د حاکم (ولي امر) د واک او مسؤلیت برخه ده.
  8. د قتل علتونه له درېو څخه زیات دي، خو له دې درېو نه د باندې نه دي، ابن العربي المالکي وايي: له دې دریو څخه په هېڅ صورت د باندې نه دي، ځکه څوک چې جادو وکړي یا د الله نبي ته ښکنځلې وکړي کافر کېږي، نو هغه په دین پرېښودونکو کې شامل دی.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ألباني ګجراتي نیپالي لیتواني دري صربي هنګري چیکي اوکراني المقدونية الخميرية
د ژباړو کتنه
نور