+ -

عَنْ عَلِيٍّ رضي الله عنه قَالَ:
كُنْتُ رَجُلًا مَذَّاءً وَكُنْتُ أَسْتَحْيِي أَنْ أَسْأَلَ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِمَكَانِ ابْنَتِهِ فَأَمَرْتُ الْمِقْدَادَ بْنَ الْأَسْوَدِ فَسَأَلَهُ فَقَالَ: «يَغْسِلُ ذَكَرَهُ وَيَتَوَضَّأُ». وَلِلبُخَاريِّ: فَقَالَ: «تَوَضَّأْ وَاغْسِلْ ذَكَرَكَ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 303]
المزيــد ...

د علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي:
زه داسې یو څوک وم چې زیات مذي به راڅخه تلل، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه شرمېدم چې د حکم په اړه یې ترې پوښتنه وکړم، ځکه چې لور یې ماته ناسته وه، نو مقداد بن اسود رضی الله عنه ته مې امر وکړ چې پوښتنه ترې وکړي، هغه وویل: «يَغْسِلُ ذَكَرَهُ وَيَتَوَضَّأُ» "خپله تناسلي آله دې وینځي او اودس دې کوي». او د بخاري روایت کې دي چې ویې وییل: «تَوَضَّأْ وَاغْسِلْ ذَكَرَكَ». «اودس وکړه او تناسلي آله دې ومينځه».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 303]

تشریح

علي بن ابي طالب رضي الله عنه خبر ورکوي چې هغه داسې یو څوک و چې زیات مذي به ترې تلل - مذي یو ډول سپیني نرۍ سریخناکه اوبه دي چې د شهوت پر مهال او یا له کور والي څخه مخکې له تناسلي آلې څخه راوځي-، او دی پدې نه پوهېده چې د راوتلو پر مهال یې څه وکړي، نو شرمېده چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړي؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لور؛ فاطمې خاوند و، نو له مقداد بن الأسود څخه یې وغوښتل چې د حکم په اړه یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې: خپله تناسلي آله دې ووینځي او بیا دې اودس وکړي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي ألماني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي الموري ملاګاسي اورومي ژباړه Kannada کنادا الولوف آزري اوکراني الجورجية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د علي بن ابي طالب رضي الله عنه فضیلت چې شرم او حیا یې ممانعت ونه کړ چې د بل چا په واسطه پوښتنه وکړي.
  2. د فتوا غوښتلو لپاره د بل چا د ګمارلو جواز.
  3. د مصلحت په خاطر روا ده چې یو انسان د ځان په اړه بل چاته خبر ورکړي چې هغه ترې شرمیږي.
  4. د مذي نجاست او له بدن او جامو څخه یې د مېنځلو وجوب.
  5. مذي وتل له اودس ماتوونکو څخه دي.
  6. د تناسلې آلې او خصیتینو(هګیو) مېنځل واجب دي، ځکه چې په بل حدیث کې یې یادونه شوې ده.