1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې

حدیث ښځه دې د دوو ورځو په اندازه سفر نه کوي، پرته له دې چې خاوند يا محرم ورسره وي

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الخُدْرِيَّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ -وَكَانَ غَزَا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ثِنْتَيْ عَشْرَةَ غَزْوَةً- قَالَ: سَمِعْتُ أَرْبَعًا مِنَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَعْجَبْنَنِي، قَالَ:

«لاَ تُسَافِرِ المَرْأَةُ مَسِيرَةَ يَوْمَيْنِ إِلَّا وَمَعَهَا زَوْجُهَا أَوْ ذُو مَحْرَمٍ، وَلاَ صَوْمَ فِي يَوْمَيْنِ: الفِطْرِ وَالأَضْحَى، وَلاَ صَلاَةَ بَعْدَ الصُّبْحِ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ، وَلاَ بَعْدَ العَصْرِ حَتَّى تَغْرُبَ، وَلاَ تُشَدُّ الرِّحَالُ إِلَّا إِلَى ثَلاَثَةِ مَسَاجِدَ: مَسْجِدِ الحَرَامِ، وَمَسْجِدِ الأَقْصَى، وَمَسْجِدِي هَذَا».

له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې په دولس غزاګانو کې ګډون کړی دی، فرمایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه څلور (خبرې) اورېدلي دي چې زما خوښې شوي دي هغه فرمایلي دي:
«ښځه دې د دوو ورځو په اندازه سفر نه کوي، پرته له دې چې خاوند يا محرم ورسره وي، بل یې دوه روژې منع کړي دي چې یوه یې د کوچني او بله د لوی اختر په ورځو کې روژه نیول دي او دا چې د سهار د لمانځه څخه وروسته لمونځ نشته تر دې چې لمر راوخیژي او د مازدیګر له لمانځه څخه وروسته تر دې چې لمر ولویږي، او دا چې له درېیو جوماتونو پرته په سفر مه ځئ چې هغه: مسجد الحرام، بیت المقدس او زما دغه جومات دی».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 1995

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له څلورو کارونو منعه کړې ده:
لومړی: د ښځې له خاوند او محرم پرته د دوو ورځو له سفر څخه ممانعت. او محرم یې هغه خپلوان دي چې دا پرې د تل لپاره حرامه شوې ده، لکه زوی، پلار، وراره، خوره ئې، تره، ماما او داسې نور.
دويم: د کوچني او لوی اختر په ورځ د روژې نیولو ممانعت ، برابره ده كه مسلمان یې د نذر، نفل او يا كفارې له مخې روژه ونیسي.
دریم: د مازدیګر له لمانځه وروسته تر لمر پرېوتو پورې د نفلي لمانځه څخه ممانعت، همدا رنګه د سهار له راختلو (له لمانځه) وروسته تر دې چې لمر راوخیژي.
څلورم: کوم ځای ته سفر کول او د هغه ځای د حرمت عقیده ساتل، یا دا چې نیکۍ پکې څو برابره کیږي حرام دي پرته لدې دریو جوماتو نو څخه، نو لدې پرته نورو ځایونو ته د لمانځه لپاره د سفر په موخه کډې نه تړل کیږي، ځکه لدې دریو جوماتونو پرته په نورو ځایونو کې ثواب نه څو چنده کیږي؛ هغه درې جوماتونه مسجد الحرام، نبوي مسجد او د الأقصی جومات دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. د ښځې لپاره له محرم پرته سفر کول روا نه دي.
  2. ښځه په سفر کي دښځي لپاره محرم نه ده؛ ځکه هغه فرمایلي: "میړه یا محرم یې".
  3. هر هغه څه ته چې سفر ویل کیږي د ښځې لپاره له خاوند او محرم پرته حرام دی. او دا حدیث د پوښتونکي حالت ته او ځای ته په لیدو بیان شوی و.
  4. د ښځې محرم د هغې میړه یا هغه څوک دی چې له هغه سره د دایمي اړیکې له امله واده کول حرام وي، لکه: پلار، زوی، تره، ماما، یا د رضاعت له امله لکه: رضاعي پلار، رضاعي تره، یا د خسر کېدو له امله لکه: د خاوند پلار. او بايد چې (محرم) مسلمان، بالغ، عاقل د باور وړ او امانتدار وي، ځکه له محرم څخه مقصد د ښځې ملاتړ، ساتنه او د چارو سمبالول دي.
  5. د ښځې ملاتړ او ساتنې ته د اسلامي شریعت پاملرنه.
  6. د سهار او مازدیګر له لمونځونو وروسته مطلق نفلي لمونځ صحيح نه دی، لدې د فرضي لمونځونو راګرځول او سببي لمونځونه مستثنا دي لکه: تحیة المسجد او داسې نور.
  7. د لمر له راختلو سمدستي وروسته لمونځ کول حرام دي، بلکې بايد د نېزې په اندازه لمر راپورته شي چې نږدې له لسو دقيقو څخه تر یو پاو پورې کیږي.
  8. د مازدیګر وخت تر لمر پرېوتو پورې غځیږي.
  9. (د دې حدیث له مخې) درېو جوماتونو ته تګ روا دی.
  10. د دریو جوماتونو فضیلت او په نورو یې غوره والی.
  11. د قبرونو د زيارت په موخه سفر کول روا نه دي که څه هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم قبر وي، البته د هغه چا لپاره یې زيارت کول روا دي چې په مدينه کې وي او يا دا چې د کوم شرعي او یا روا غرض لپاره ورغلی وي.

د ژباړو راړول

58 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
IT Italiano الإيطالية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
KMR Kurmancî الكرمنجية
ډلبندیانې