1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې

حدیث قسم دی زما په هغه ذات وي چې زما ساه د هغه په لاس کې ده خامخا به د پخوانیو په طریقو به لاړ شئ

عَنْ أَبِي وَاقِدٍ اللَّيْثِيِّ رضي الله عنه:

أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَمَّا خَرَجَ إِلَى حُنَيْنٍ مَرَّ بِشَجَرَةٍ لِلْمُشْرِكِينَ يُقَالُ لَهَا: ذَاتُ أَنْوَاطٍ يُعَلِّقُونَ عَلَيْهَا أَسْلِحَتَهُمْ، فَقَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، اجْعَلْ لَنَا ذَاتَ أَنْوَاطٍ كَمَا لَهُمْ ذَاتُ أَنْوَاطٍ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «سُبْحَانَ اللهِ! هَذَا كَمَا قَالَ قَوْمُ مُوسَى {اجْعَلْ لَنَا إِلَهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ} [الأعراف: 138] وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَتَرْكَبُنَّ سُنَّةَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ».

له ابو واقد لیثي رضی الله عنه څخه روایت دی چې:
کله رسول الله - صلی الله علیه وسلم - حنین لورې ته ووت نو د مشرکانو په یوه ونه تېر شو چې هغې ته یې (ذات انواط) ویلې - چې دوی به پکې خپلې وسلې ځړولې، نو دوی وویل: ای د الله رسوله! مونږ ته هم یو ذات انواط وګرځوه لکه څرنګه چې دوی ذات انواط لري، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «سبحان الله! دا داسې خبره ده لکه د موسی قوم چې وویل: {اجْعَل لَّنَا إِلَـهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ} (اى موسٰی! زمونږ لپاره (هم) داسې معبود جوړ كړه، لكه څنګه چې د دوى لپاره معبودان دي)، [الأعراف سورت: 138 آیت] قسم دی زما په هغه ذات وي چې زما ساه د هغه په لاس کې ده خامخا به د پخوانیو په طریقو به لاړ شئ».

صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی جامع الترمذي - 2180

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم حنین ته چې د طائف او مکې تر منځ یوه دره ده، لاړ او له هغه سره یې څو اصحاب هم وو چې په دې وروستیو کې یې اسلام قبول کړی و. نو له يوې ونې څخه تېر شول، چې نوم يې "ذات أنواط" وه، یعنې هغه چې شیان ورپورې تړل کېدل، نو مشرکانو به يې تعظيم کاوه او خپلې وسلې او نور شيان به يې د برکت په موخه ورپورې تړل، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یې وغوښتل چې د دوی لپاره هم دې ته ورته یوه ونه وټاکي چې خپلې وسلې پرې د برکت په موخه وځړوي. فکر یې کاوه چې دا کار به جایز وي. نو رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې خبرې په غندلو سره د الله جل جلاله حمد او ستاینه ادا کړه او ويې ويل چې دا خبره د موسى د قوم هغې وينا ته ورته ده چې وېیل یې: {اجعل لنا إلهًا كما لهم آلهة}،یعنې {زموږ لپاره هم یو معبود جوړ کړه لکه څنګه چې دوى معبودان لري}. كله یې چې هغه كسان وليدل چې د بتانو عبادت یې کاوه، نو غوښتنه یې وکړه چې دوی هم داسې بتان ولري لکه مشرکان یې چې لري او دا د هغوی د تګلارې پیروي ده. بیا یې خبر ورکړ چې دا قوم به خامخا د یهودانو او نصاراوو لاره تعقیبوي او هغه څه به کوي چې دوی کړي دي، په دې اړه یې خبرداری ورکړ.

د حديث له ګټو څخه

  1. یو سړی ممکن یو څه ښه وګڼي پدې فکر چې الله تعالی ته به یې نږدې کړي، حال دا چې هغه به یې ترې لرې کوي.
  2. مسلمان باید هغه مهال تسبیح (سبحان الله) او تکبیر (الله اکبر) ووایي کله چې د دین په اړه داسې یو څه واوري چې باید ونه وییل شي او یا د یو څه په اړه تعجب وکړي.
  3. په ونو، تېږو او داسې نورو شیانو تبرک حاصلول له شرکي عملونو څخه دي او برکت یوازې د الله جل جلاله څخه غوښتل کیږي.
  4. د بتانو د عبادت لامل د هغوی تعظیم کول، هغوی ته د عبادت په موخه ځان وقف کول او پر هغوی تبرک حاصلول دي.
  5. هغه دروازې او لارې تړل چې انسان شرک ته رسوي.
  6. د یهودو او نصاراوو د غندلو اړوند نصوصو کې زمونږ لپاره خبرداری دی.
  7. د جاهليت د وخت د خلکو، د یهودو او نصاراوو له مشابهت څخه ممانعت، مګر هغه څه چې دلیل پرې موجود وي چې دا زمونږ له دین څخه دی.

د ژباړو راړول

58 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
IT Italiano الإيطالية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
KMR Kurmancî الكرمنجية
ډلبندیانې