+ -

عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الكِتَابِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 756]
المزيــد ...

له عبادة بن صامت رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الكِتَابِ». «د هغه چا لمونځ صحیح ندی چې فاتحة الکتاب (الحمد لله ) یې نه وي لوستلي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 756]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډاګه کوي چې له سورة الفاتحة ویلو پرته لمونځ نه صحیح کیږي، هغه په هر رکعت کې د لمانځه رکن دی.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي الموري ملاګاسي اورومي ژباړه Kannada کنادا الولوف اوکراني الجورجية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د الفاتحة پر ځای د بل څه لوستل نه صحیح کیږي، په داسې حال کې چې فاتحة لوستلی شي.
  2. هغه رکعت چې فاتحه پکې نه وي لوستل شوې باطل دی، هغه که په قصدي توګه وي، یا د ناپوهۍ له امله یا دا چې هېره یې شي، ځکه چې فاتحه رکن دی او رکن په مطلق ډول نه ساقطیږي.
  3. فاتحه یوازې له مقتدي څخه هغه وخت ساقطیږي چې امام په رکوع کې لاندې کړي.