1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. فضایل او آداب

حدیث د الله څخه وېره کوه هر چېرې چې یې، او د بد عمل پسې ښه عمل کوه چې له منځه یې وړي، او له خلکو سره په ښه اخلاقو چلند کوه

‌عَنْ ‌أَبِي ‌ذَرٍّ، ‌جُنْدُبِ ‌بْنِ ‌جُنَادَةَ، ‌وَأَبِي ‌عَبْدِ ‌الرَّحْمَنِ، ‌مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«اتَّقِ اللَّهَ حَيْثُمَا كُنْت، وَأَتْبِعْ السَّيِّئَةَ الْحَسَنَةَ تَمْحُهَا، وَخَالِقْ النَّاسَ بِخُلُقٍ حَسَنٍ».

له ابو ذر، جُندب بن جُنادة، او ابو عبدالرحمن، معاذ بن جبل رضی الله عنهما نه روایت دی، چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«د الله څخه وېره کوه هر چېرې چې یې، او د بد عمل پسې ښه عمل کوه چې له منځه یې وړي، او له خلکو سره په ښه اخلاقو چلند کوه».

ترمذي ويلي: حسن حديث دی الترمذي روایت کړی دی الأربعين النوويه - 18

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم په درې شيانو امر کوي: لومړی: د الله تعالی څخه وېره، یعنې د واجب کارونو ترسره کول او له حرامو ځان ساتل، په هر ځای، هر وخت او هر حال کې که پټ وي که ښکاره، که روغ وي یا په ازمېښت کې، او داسې نور. دویم: که کومه ګناه درڅخه وشوه، نو وروسته پسې نیکي وکړه — لکه لمونځ، صدقه، نیکي، خپلوي پالنه، توبه او داسې نور — نو دا ګناه له منځه وړي. درېیم: له خلکو سره په ښه اخلاقو چلند کوه، لکه پر وړاندې یې موسکا کول، مهرباني او نرمي ښودل، نېکي کول او د زیان رسولو مخنیوی.

د حديث له ګټو څخه

  1. الله عزوجل بندگانو باندې په خپل رحمت، بخښنې او عفوې فضل كړی دی.
  2. حدیث د دریو حقونو یادونه کړې ده: د الله حق له هغه څخه په وېرېدلو، د نفس حق له بدیو وروسته د نېکیو په ترسره کولو کې، او د خلکو حق له هغوی سره په ښو اخلاقو چلند کې.
  3. له بدیو وروسته نېکیو کولو ته هڅوونه او ښه اخلاق د تقوا له ځانګړتیاوو څخه دي، او په ځانګړې توګه یې یادونه د وضاحت لپاره شوې ده.

د ژباړو راړول

49 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
SQ Shqip الألبانية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
DA Dansk الدنماركية
KMR Kurmancî الكرمنجية