عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعًا: «إِنَّ الله -تَعَالى- يَغَارُ، وغَيرَةُ الله -تَعَالَى-، أَنْ يَأْتِيَ المَرء ما حرَّم الله عليه».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
له ابوهریره - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: «الله - جل جلاله - غیرت کوي، او د الله -جل جلاله- غیرت دا دی چې یو څوک هغه څه وکړي چې الله تعالی ترې منع کړی دی».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
په حدیث کې راغلي چې الله جل جلاله په خپلو محرماتو باندې غیرت کوي، د هغه د حدودو څخه له سرغړونې کرکه لري او پرې غصه کیږي؛ له - هغو محرماتو څخه - زنا ده، چې هغه یوه هلاکېدونکي او ناوړه لاره ده، له همدې امله الله تعالی په خپلو بندګانو باندې زنا او د زنا ټول وسایل حرام کړي دي، کله چې یو بنده زنا وکړي، نو الله تعالی ته سخت غیرت ورځي، او د نورو ټېټو ګناهونو په پرتله یې په زنا کولو سره غیرت زیات په جوش راځي، همدا رنګه لواطت، چې هغه د نارینه سره جنسي اړیکي نیول دي، دا هم لویه او ډیره ستره - ګناه ده - له دې امله الله تعالی - د لواطت جرم - د زنا په پرتله په بې حیایۍ کې زیات بد ګڼلی . همدا ډول غلا، شراب څښل او دا ټول هغه حرام څیزونه دي چې الله تعالی ورباندې غیرت کوي، خو جرم ته په لیدو ځینې محرمات د ځینو نورو په پرتله سخت وي، البته هغه ضرر ته په کتلو چې پرې مرتیږي.