1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې

حدیث نه د ناروغۍ لېږد شته، نه بد فال نیونه او (نیک) فال نیول مې خوښيږي، هغوی وويل فال څه شی دی؟ ویې فرمایل: «نېکه وینا

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:

«لَا عَدْوَى، وَلَا طِيَرَةَ، وَيُعْجِبُنِي الْفَأْلُ» قَالَ قِيلَ: وَمَا الْفَأْلُ؟ قَالَ: «الْكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ».

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«نه د ناروغۍ لېږد شته، نه بد فال نیونه او (نیک) فال نیول مې خوښيږي، هغوی وويل فال څه شی دی؟ ویې فرمایل: «نېکه وینا».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح مسلم - 2224

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د جاهلیت د وخت د خلکو هغه باور باطل دی چې ګمان به یې کاوه ساري ناروغي په خپله بل چا ته د الله جل جلاله له ارادې پرته لېږدول کېږي. او دا چې بد فال نیونه باطل عمل دی چې هغه عبارت دی لدې څخه چې څوک یو څه واوري یا یې وګوري لکه کوم الوتونکی مرغه، یا ژوی او یا مصیبت ځپلي، یا شمیرې، یا ورځې او داسې نور او په هغه پورې بد فالي ونېسي، خو له الوتونکي مرغه یې ځکه یادونه وکړه چې د جاهلیت پر مهال مشهور و، په اصل کې به چې کله هغوی په کوم کار پیل کاوه لکه سفر، سوداګري او داسې نور، نو مرغه به یې خوشې کړ، که چېرته به ښي لور ته والوت نو نیک فال به یې ونیوه او خپل کار پسې به روان شو، او که چېرته به چپ لورې ته والوت نو بد فال به یې ونیوه او له خپل کار څخه به لاس په سر شو. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې نېک فال نیونه یې خوښیږي او نیک فال هغه خوښي او خوشحالي ده چې یو چاته ته له نېکې وینا اورېدلو وروسته پيدا کیږي او له امله یې په خپل رب ښه ګمان کوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. په الله جل جلاله توکل کول او دا چې له الله پرته بل څوک خېر نه رسوي او نه له الله پرته بل څوک د بدۍ مخه نیولی شي.
  2. د بدفالۍ ممانعت، چې هغه بدبیني ده او د کار کولو مخنیوی کوي.
  3. نیک فالي هغه بدبیني نده چې منع ترې راغلې، بلکې هغه په الله جل جلاله نېک ګمان کول دي.
  4. هر څه د الله جل جلاله په تقدیر کیږي، هغه ذات چې شریک نه لري.

د ژباړو راړول

58 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
IT Italiano الإيطالية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
KMR Kurmancî الكرمنجية
ډلبندیانې