+ -

عَنْ صُهَيْبٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«عَجَبًا لِأَمْرِ الْمُؤْمِنِ، إِنَّ أَمْرَهُ كُلَّهُ خَيْرٌ، وَلَيْسَ ذَاكَ لِأَحَدٍ إِلَّا لِلْمُؤْمِنِ، إِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ، فَكَانَ خَيْرًا لَهُ، وَإِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ صَبَرَ، فَكَانَ خَيْرًا لَهُ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2999]
المزيــد ...

له صهیب رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«عَجَبًا لِأَمْرِ الْمُؤْمِنِ، إِنَّ أَمْرَهُ كُلَّهُ خَيْرٌ، وَلَيْسَ ذَاكَ لِأَحَدٍ إِلَّا لِلْمُؤْمِنِ، إِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ، فَكَانَ خَيْرًا لَهُ، وَإِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ صَبَرَ، فَكَانَ خَيْرًا لَهُ». "د مؤمن چارې ته حیرانتیا ده، یقینا چې هره چاره یې په خېر ده، او دا (ځانګړتیا) له مؤمن پرته د بل چا لپاره نشته، كه خوشحالي ورته ورسيږي نو شكر وباسي او دا د ده لپاره خير دى، او كه مصيبت ورته ورسيږي صبر کوي او دا د ده لپاره خير دى".

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2999]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مؤمن چارې او ښو حالاتو ته حیرانتیا کوي، دا ځکه چې هره چاره یې په ګټه ده او دا ځانګړتیا له مؤمن پرته د بل چا لپاره نشته. که خوښي ور ورسیږي نو د الله شکر ادا کوي چې د شکر په پایله کې ورته اجر رسیږي. او که مصیبت ور ورسیږي نو صبر کوي او اجر یې له الله څخه غواړي، نو د صبر په پایله کې ورته اجر رسیږي، یعنې دا چې په هر حال کې اجر ورکول کیږي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي دري صومالیایي رومانیایي ژباړه اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. پر خوښۍ د شکر وېستلو او پر مصیبت د صبر کولو فضیلت، نو چا چې دا وکړل د دنیا او اخرت خیر به تر لاسه کړي، او چا چې پر نعمت شکر ادا نه کړ، او پر مصیبت یې صبر ونه کړ، نو له ثواب څخه به محروم شي، او ګناهکار به شي.
  2. د ایمان فضیلت او دا چې په هر حالت کې ثواب یوازې د مؤمنانو لپاره دی.
  3. د خوښۍ پر مهال شکر او په سختۍ صبر کول د مؤمن له ځانګړنو څخه دي.
  4. د الله جل جلاله په پرېکړو او تقدیر ایمان په ​​​​ټولو شرایطو کې مؤمن بشپړ راضي کوي، د نورو برعکس چې د مصیبت پر مهال په دوامداره توګه ناراضه وي او کله چې ورته د الله تعالی کوم نعمت ورسیږي، نو د الله له اطاعت څخه پرې مشغول شي، دا خو لا پریږده چې د هغه په نافرمانۍ کې یې مصرف کړي.
نور