1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. فقه او اصول یې

حدیث کله چې رمضان راشي نو د جنت دروازې پرانیستل شي، د دوزخ دروازې بندې شي او شیطانان په زنځیرونو وتړل شي

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:
«إِذَا جَاءَ رَمَضَانُ فُتِّحَتْ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ، وَغُلِّقَتْ أَبْوَابُ النَّارِ، وَصُفِّدَتِ الشَّيَاطِينُ».

له ابو هُریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«کله چې رمضان راشي نو د جنت دروازې پرانیستل شي، د دوزخ دروازې بندې شي او شیطانان په زنځیرونو وتړل شي».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح مسلم - 1079

تشریح

پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې کله رمضان راشي نو درې کارونه کېږي: لومړی: د جنت دروازې پرانیستل کېږي او هېڅ یوه یې بنده نه پاتې کېږي. دویم: د دوزخ دروازې تړل کېږي چې هېڅ دروازه یې خلاصه نه پاتې کېږي. درېیم: شیطانان او سرکشه پيريان په زنځیرونو تړل کېږي، نو نشي کولای هغه کارونه تر سره کړي چې دوی به له رمضان پرته په نورو میاشتو کې کول. دا ټول د دې میاشتې د درناوي او تعظیم په خاطر کېږي، ترڅو خلک په دې میاشت کې د عباداتو لکه لمونځ، صدقې، ذکر، د قرآن تلاوت او نورو صالحو اعمالو ترسره کولو ته وهڅول شي او له ګناهونو او معصیتونو څخه ځان وساتي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د رمضان د میاشتې فضیلت.
  2. هغو کسانو ته زیری چې پدې میاشت کې روژه کېږي، ځکه چې دا مبارکه میاشت د عبادت او نیکۍ موسم دی.
  3. په رمضان کې د شیطانانو په تړل کېدو کې دې ته اشاره ده چې د مکلف عذر له منځه وړل کېږي، لکه چې ورته وویل شي: «شیطانان له تا لرې کړای شول، نو ته د هغوی په ملامتولو سره د عبادت پرېښودلو یا ګناه کولو عذر نه لرې.
  4. قرطبي ویلي: که وویل شي چې موږ څنګه په رمضان کې ډېری بدۍ او ګناهونه وینو، نو که شیطانان تړل شوي وي دا کار باید پېښ نه شي، نو ځواب یې دا دی چې: دوی له هغه چا څخه تړل کېږي چې روژه ساتي او د روژې شرایط او آداب په پوره توګه مراعاتوي، یا دا چې ځینې شیطانان تړل کېږي، چې سرکشه دي خو ټول نه، لکه څنګه چې په ځینو روایتونو کې راغلي دي چې ټول شیطانان نه تړل کېږي، یا دا چې موخه دا ده چې پدې میاشت کې بدۍ او شر کم شي، نه دا چې په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي، او دا یوه محسوسه خبره ده چې په رمضان کې بدۍ او ګناهونه د نورو وختونو په پرتله لږ وي؛ نو د ټولو شیطانانو په تړلو سره دا خبره حتمي نده چې هېڅ بدي به نه تر سره کېږي؛ ځکه ګناهونه نور اسباب هم لري لکه د نفس بدوالی، ناوړه عادتونه، او انسي شیطانان.

د ژباړو راړول

43 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية