1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې

حدیث دوه ډوله د جهنم خلک دي چې ما تر اوسه نه دي لیدلي: يو ډول داسې خلک دي چې د غواګانو د لکیو په څېر قمچیني ورسره وي او خلک پرې وهي او هغه ښځې چې جامې لري خو بربنډې وي، سړي ورته مایله کیږي او دوی سړیو ته میلان پیدا کوي

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:

«صِنْفَانِ مِنْ أَهْلِ النَّارِ لَمْ أَرَهُمَا، قَوْمٌ مَعَهُمْ سِيَاطٌ كَأَذْنَابِ الْبَقَرِ يَضْرِبُونَ بِهَا النَّاسَ، وَنِسَاءٌ كَاسِيَاتٌ عَارِيَاتٌ مُمِيلَاتٌ مَائِلَاتٌ، رُؤُوسُهُنَّ كَأَسْنِمَةِ الْبُخْتِ الْمَائِلَةِ، لَا يَدْخُلْنَ الْجَنَّةَ، وَلَا يَجِدْنَ رِيحَهَا، وَإِنَّ رِيحَهَا لَيُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ كَذَا وَكَذَا».

له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«دوه ډوله د جهنم خلک دي چې ما تر اوسه نه دي لیدلي: يو ډول داسې خلک دي چې د غواګانو د لکیو په څېر قمچیني ورسره وي او خلک پرې وهي او هغه ښځې چې جامې لري خو بربنډې وي، سړي ورته مایله کیږي او دوی سړیو ته میلان پیدا کوي، سرونه یې داسې جوړ کړي وي لکه د اوښ د مایله بوقان په څېر، دوی به جنت ته داخلې نه شي، او نه به یې بوی ومومي، حال دا چې بوی یې په دومره دومره مسافه کې موندل کېدلی شي».

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 2128

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوه ډوله دوزخیانو په اړه خبرداری ورکړی چې لیدلي یې ندي او د هغه په وخت کې لا دا ډول خلک نه و راښکاره شوي، بلکې له هغه نه وروسته به راځي.
لومړۍ ډول: هغه خلک دي چې د غواګانو د لکیو په څېر اوږدې قمچیني لري او خلک پرې وهي، نو دا پولیس او د ظالمانو ملاتړي دي چې خلک په ناحقه وهي.
دویم ډول: هغه ښځې دي چې د عفت او حیا جامې یې لرې کړې وي چې معمولا ښځې یې په فطري لحاظ لري.
او داسې یې توصیف کړې چې: په حقیقت کې جامې لري، خو په معنوي لحاظ لوڅي وي؛ ځکه نرۍ جامې اغوندي چې پوستکي ترې ښکاري، د بدن یوه برخه پوښي او بله د ښایست ښودلو په موخه لوڅوي. دوی د سړیو زړونه د دوی په جامو او په ځانګړې توګه قدم اخیستلو سره ځانته مایله کوي، خپلې اوږې کږوي، او نور انحراف او هغه بې لاریتوب ته رامایله کوي چې دوی په کې لویدلي دي. د دوی له ځانګړتیاوو څخه ځینې دا دي چې: سرونه یې د اوښ د مایل بوقان په څېر وي، دوی د خپلو سرونو حجم غټوي او سربند او نور شیان ترې تاووي. د اوښ له بوقان سره یې مشابهت د سر د پاسه د دوی د ویښتانو او کمڅیو د پورته کولو له امله دی او ویښتان داسې راماتوي چې کمڅۍ د سر یوې څنډې ته کږوي، لکه څرنګه چې د اوښ بوقان یو طرف ته مایله وي. نو په کومو مېرمنو کې چې دا صفتونه وي، په اړه یې دا سخت ګواښ راغلی دی چې جنت ته به نه ننوځي، نه به يې بوی مومي او نه به ورته نږدې شي، په داسې حال کې چې د جنت بوی له ډېرې لرې واټن څخه حس کیږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د خلکو وهل او ورته د ضرر رسولو حراموالی په داسې حال کې چې کومه ګناه يې نه وي کړي.
  2. له ظالم سره په ظلم کې د مرستې کولو حراموالی.
  3. د ښځو له بې حجابۍ، مخ لوڅولو، تنګو او میېنو کالیو اغوستلو څخه وېرول چې عورت او بدن یې ترې ښکاري.
  4. مسلمانې ښځې د الله تعالی د حکمونو څخه پیروۍ کولو ته هڅول او له هغه څه څخه یې وېرول چې هغه ناراضه کوي، او مېرمنې د دردناک او تلپاتې عذاب مستحقې ګرځوي.
  5. حدیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت له دلایلو څخه دی، لکه څنګه چې هغه صلی الله علیه وسلم د غیبو په اړه چې لا پېښ شوي نه وو خبر ورکړ او بیا همغسې پېښ شول لکه څنګه یې چې په اړه خبر ورکړی و.

د ژباړو راړول

58 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
IT Italiano الإيطالية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
KMR Kurmancî الكرمنجية
ډلبندیانې