عَنْ المِقْدَامِ بْنِ مَعْدِي كَرِبَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«مَا مَلأَ آدَمِيٌّ وِعَاءً شَرًّا مِنْ بَطْنٍ، بِحَسْبِ ابْنِ آدَمَ أَكَلاَتٌ يُقِمْنَ صُلْبَهُ، فَإِنْ كَانَ لَا مَحَالَةَ، فَثُلُثٌ لِطَعَامِهِ، وَثُلُثٌ لِشَرَابِهِ، وَثُلُثٌ لِنَفَسِهِ».
[صحيح] - [رواه الإمام أحمد والترمذي والنسائي وابن ماجه] - [الأربعون النووية: 47]
المزيــد ...
له المقدام بن معدي کرب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمایل یې:
«انسان د خپلې معدې په څېر بل ناوړه لوښی نه دی ډک کړی، د بني آدم لپاره یو څو مړۍ بسنه کوي چې ملا یې پرې ټېنګه شي، که چاره نه وه، نو د (معدې) درېیمه برخه یې د خوړو لپاره او درېیمه دې د څښاک لپاره او درېیمه دې د ساه اخېستلو لپاره پرېږدي».
[صحيح] - [رواه الإمام أحمد والترمذي والنسائي وابن ماجه] - [الأربعون النووية - 47]
پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم موږ ته د طب له مهم اصل څخه لارښوونه کوي چې هغه د روغتیا ساتنه ده، دا اصل د خوراک کمول دي، یعنې انسان باید هومره وخوري چې خپله لوږه پرې لرې کړي او بدن یې د اړینو کارونو لپاره ځواکمن کړي، ځکه د معدې په څېر بل ناوړه لوښی نشته چې انسان یې ډکوي، ځکه د معدې د ډکولو له امله بې شمیره خطرناکې ناروغۍ رامنځته کېږي، چې کېدی شي ځینې ژر را څرګندې شي او ځینې ناوخته، ځینې پټې وي او ځینې ښکاره. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې: که انسان ناچار وي چې خامخا باید ګېډه مړه کړي، نو خوراک دې د دریو برخو څخه د یوې په اندازه کړي، بله درېیمه برخه دې څښاک او بله درېیمه دې ساه اخېستلو ته ځانګړې کړي، تر څو ورته د معدې تنګوالی پیدا نه شي، او زیان ورته ونه رسوي، او له هغه څه څخه تنبل پاتې نه شي چې الله تعالی پرې د دین او او دنیا په چارو کې واجب کړي دي.