1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې

حدیث اې کاکا!: د (لا اله الا الله) کلمه ووایه، تر څو د الله تعالی په وړاندې ستا لپاره دلیل ووایم

عن سَعِيدِ بْنِ الْمُسَيَّبِ، عَنْ أَبِيهِ قَالَ:

لَمَّا حَضَرَتْ أَبَا طَالِبٍ الْوَفَاةُ، جَاءَهُ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم فَوَجَدَ عِنْدَهُ أَبَا جَهْلٍ وَعَبْدَ اللهِ بْنَ أَبِي أُمَيَّةَ بْنِ الْمُغِيرَةِ، فَقَالَ: «أَيْ عَمِّ، قُلْ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، كَلِمَةً أُحَاجُّ لَكَ بِهَا عِنْدَ اللهِ»، فَقَالَ أَبُو جَهْلٍ وَعَبْدُ اللهِ بْنُ أَبِي أُمَيَّةَ: أَتَرْغَبُ عَنْ مِلَّةِ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ، فَلَمْ يَزَلْ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَعْرِضُهَا عَلَيْهِ، وَيُعِيدَانِهِ بِتِلْكَ الْمَقَالَةِ، حَتَّى قَالَ أَبُو طَالِبٍ آخِرَ مَا كَلَّمَهُمْ: عَلَى مِلَّةِ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ، وَأَبَى أَنْ يَقُولَ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: «وَاللهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ مَا لَمْ أُنْهَ عَنْكَ»، فَأَنْزَلَ اللهُ: {مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ} [التوبة: 113]، وَأَنْزَلَ اللهُ فِي أَبِي طَالِبٍ، فَقَالَ لِرَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم: {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ} [القصص: 56].

سعید بن المسیب له خپل پلار څخه روایت کوي فرمايي:
کله چې ابو طالب د وفات کېدو په حال کې و نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته راغی او ابوجهل او عبدالله بن ابي امیه بن المغیره یې ورسره ولیدل، نو ویې ویل: «اې کاکا!: د (لا اله الا الله) کلمه ووایه، تر څو د الله تعالی په وړاندې ستا لپاره دلیل ووایم» نو ابو جهل او عبدالله بن ابي اميه وويل : آيا ته د عبدالمطلب دين پرېږدې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هغه پورې ورته د کلمې وییلو وړاندیز کاوه او هغوی دواړو ورته همغه خبره کوله تر دې چې ابو طالب په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې زه د عبد المطلب په دین یم، او له دې یې انکار وکړ چې: لا اله الا الله ووایي، وایې چې رسول الله صلی یالله علیه وسلم وفرمایل: قسم په الله چې زه به خامخا تاته بښنه غواړم تر څو چې در څخه منع شوی نه یم، نو الله تعالی دا وینا نازله کړه چې فرمایي: {مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ} [التوبة: 113] [د نبي او هغو کسانو لپاره چې ایمان یې راوړی په کار ندي چې د مشرکانو لپاره بخښنه وغواړي]. او الله تعالی د ابو طالب په باره کې دا آیت نازل کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ}. (القصص: 56) [پرته له شکه ته هغه چاته لار نشې ښودلی چې خوښوې يې، بلکې الله چې چا ته وغواړي لارښوونه يې کوي].

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 4772

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل تره ابو طالب ته د مرګ په حال کې ورغی او ورته یې وویل: اې کاکا د "لا إله إلا الله" کلمه ووایه، چې د الله په وړاندې پرې ستا لپاره ګواهي ورکړم. نو ابوجهل او عبدالله بن ابي اميه وويل: اې ابو طالبه! ته د خپل پلار عبدالمطلب دين پريږدې؟! چې هغه د بتانو عبادت دی، نو تر هغه یې ورسره خبرې روانې وې، تر دې چې وروستۍ خبره یې ورته وکړه چې هغه: د عبدالمطلب د دين پيرو دی، د شرک او د بتانو د عبادت دین. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه به درته تر هغه پورې د بخښنې دعا غواړم، تر څو مې چې رب منع کړی نه یم، نو همغه و چې د الله تعالی دا وینا نازل شوه. {مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُولِي قُرْبَى مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ} [التوبة: 113] [د نبي او مومنانو لپاره په کار ندي چې د مشرکانو لپاره بخښنه وغواړي که څه هم خپلوان يې وي وروسته له دې چې د هغوی لپاره څرګنده شوه چې هغوی دوزخيان دي]. او د ابو طالب په اړه د الله تعالی دا قول نازل شو. {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ} [القصص: 56]، [پرته له شکه ته هغه څوک په سمه لیار نشې روانولای چې خوښوې يې، بلکې الله چې چا ته وغواړي په سمه لیار يې روانوي، او هغه پر لار موندونکو ښه پوه دی]. ته هدایت نه شې کولای هغه چا ته چې غواړې هدایت وکړې، بلکې پر تا پېغام رسول دي او الله چې چا ته وغواړي هدایت ورته کوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. مشرکانو ته د بخښنې غوښتلو حراموالی، هغه که هر څومره نږدې وي، او هر څومره زیات عمل او نیکي یې کړي وي.
  2. د پلرونو او مشرانو تقلید د جاهلیت د زمانې د خلکو کار دی.
  3. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شفقت کمال او دې ته یې لیوالتیا چې خلکو ته بلنه او لارښوونه وکړي.
  4. پر هغو کسانو رد چې ادعا کوي ابو طالب مسلمان شوی و.
  5. عملونو ته اعتبار په خاتمې سره دی.
  6. د ګټې رسولو، ضرر دفع کولو او داسې نورو په خاطر د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د تعلق ساتلو بطلان.
  7. څوک چې په علم، یقین او ایمان سره "لا إله إلا الله" ووایي اسلام ته داخل شو.
  8. بد خلک او بد ملګري انسان ته زیان رسوي.
  9. د "لا إله إلا الله" معنی: د بتانو، اولیاوو او صالحانو عبادت پرېښودل، او په عبادت سره د الله جل جلاله یووالی، او دا چې مشرکان یې په معنا پوهیږي.
  10. د مشرک ناروغ پوښتنې ته په دې امید ورتګ روا دی چې د اسلام راوړلو تمه یې وي.
  11. د توفیق ورکولو هدایت یوازې د یو الله په لاس کې دی چې شریک نه لري، او په رسول یوازې د لارښوونی، ارشاد او تبلیغ هدایت دی.

د ژباړو راړول

59 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
IT Italiano الإيطالية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
KMR Kurmancî الكرمنجية
ډلبندیانې