+ -

عَنْ صُهَيْبٍ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِذَا دَخَلَ أَهْلُ الْجَنَّةِ الْجَنَّةَ، قَالَ: يَقُولُ اللهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى: تُرِيدُونَ شَيْئًا أَزِيدُكُمْ؟ فَيَقُولُونَ: أَلَمْ تُبَيِّضْ وُجُوهَنَا؟ أَلَمْ تُدْخِلْنَا الْجَنَّةَ، وَتُنَجِّنَا مِنَ النَّارِ؟ قَالَ: فَيَكْشِفُ الْحِجَابَ، فَمَا أُعْطُوا شَيْئًا أَحَبَّ إِلَيْهِمْ مِنَ النَّظَرِ إِلَى رَبِّهِمْ عَزَّ وَجَلَّ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 181]
المزيــد ...

له صهیب رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«إِذَا دَخَلَ أَهْلُ الْجَنَّةِ الْجَنَّةَ، قَالَ: يَقُولُ اللهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى: تُرِيدُونَ شَيْئًا أَزِيدُكُمْ؟ فَيَقُولُونَ: أَلَمْ تُبَيِّضْ وُجُوهَنَا؟ أَلَمْ تُدْخِلْنَا الْجَنَّةَ، وَتُنَجِّنَا مِنَ النَّارِ؟ قَالَ: فَيَكْشِفُ الْحِجَابَ، فَمَا أُعْطُوا شَيْئًا أَحَبَّ إِلَيْهِمْ مِنَ النَّظَرِ إِلَى رَبِّهِمْ عَزَّ وَجَلَّ». «وایې: کله چې جنتیان جنت ته داخل شي، نو الله – تبارک وتعالی- به وفرمایي: ایا تاسو اضافه څه غواړئ چې زه یې درکړم؟ دوی به ووايي: آیا زمونږ مخونه دې ندي سپین کړي؟ آیا مونږ دې جنت ته نه یو داخل کړي، او له اور څخه دې نه یو ژغورلي؟ وایې: بیا به الله پرده لرې کړي، نو دوی ته به د خپل رب – عزوجل- له کتلو څخه محبوب څیز بل نه وي ورکړل شوی».

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 181]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې کله جنتیان جنت ته داخل شي نو الله تعالی به ورته ووایي:
آیا غواړئ چئ نور څه در زیات کړم؟
نو ټول جنتیان به ووایي چې: آیا زموږ مخونه دې سپین نه کړل؟ آیا موږ دې جنت ته داخل نه کړو او له عذاب څخه دې ونه ژغورلو؟
نو الله تعالی به پرده لرې کړي او پورته به یې کړي؛ د هغه حجاب یا پرده نور دی، نو دوی ته به له دې بل محبوب شی نه وي ورکړل شوی چې خپل رب وویني.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. جنتیانو ته به پرده پورته کېږي چې خپل رب وګوري؛ او کافران لدې دیدار څخه محروم دي.
  2. د جنتیانو لپاره لوی نعمت د خپل رب دیدار دی.
  3. ټول جنتیان به خپل رب ګوري، که هر څومره یې سره درجې تفاوت ولري.
  4. پر مؤمنانو جنت ته په داخلولو د الله جل جلاله لورینه.
  5. په نیکو عملونو، د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په اطاعت سره جنت ته د بیړې کولو ارزښت.
نور