+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أُتِيَ بِلَحْمٍ فَرُفِعَ إِلَيْهِ الذِّرَاعُ، وَكَانَتْ تُعْجِبُهُ فَنَهَشَ مِنْهَا نَهْشَةً، ثُمَّ قَالَ:
«أَنَا سَيِّدُ النَّاسِ يَوْمَ القِيَامَةِ، وَهَلْ تَدْرُونَ مِمَّ ذَلِكَ؟ يَجْمَعُ اللَّهُ النَّاسَ الأَوَّلِينَ وَالآخِرِينَ فِي صَعِيدٍ وَاحِدٍ، يُسْمِعُهُمُ الدَّاعِي وَيَنْفُذُهُمُ البَصَرُ، وَتَدْنُو الشَّمْسُ، فَيَبْلُغُ النَّاسَ مِنَ الغَمِّ وَالكَرْبِ مَا لاَ يُطِيقُونَ وَلاَ يَحْتَمِلُونَ، فَيَقُولُ النَّاسُ: أَلاَ تَرَوْنَ مَا قَدْ بَلَغَكُمْ، أَلاَ تَنْظُرُونَ مَنْ يَشْفَعُ لَكُمْ إِلَى رَبِّكُمْ؟ فَيَقُولُ بَعْضُ النَّاسِ لِبَعْضٍ: عَلَيْكُمْ بِآدَمَ، فَيَأْتُونَ آدَمَ عَلَيْهِ السَّلاَمُ فَيَقُولُونَ لَهُ: أَنْتَ أَبُو البَشَرِ، خَلَقَكَ اللَّهُ بِيَدِهِ، وَنَفَخَ فِيكَ مِنْ رُوحِهِ، وَأَمَرَ المَلاَئِكَةَ فَسَجَدُوا لَكَ، اشْفَعْ لَنَا إِلَى رَبِّكَ، أَلاَ تَرَى إِلَى مَا نَحْنُ فِيهِ، أَلاَ تَرَى إِلَى مَا قَدْ بَلَغَنَا؟ فَيَقُولُ آدَمُ: إِنَّ رَبِّي قَدْ غَضِبَ اليَوْمَ غَضَبًا لَمْ يَغْضَبْ قَبْلَهُ مِثْلَهُ، وَلَنْ يَغْضَبَ بَعْدَهُ مِثْلَهُ، وَإِنَّهُ قَدْ نَهَانِي عَنِ الشَّجَرَةِ فَعَصَيْتُهُ، نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي، اذْهَبُوا إِلَى غَيْرِي، اذْهَبُوا إِلَى نُوحٍ، فَيَأْتُونَ نُوحًا فَيَقُولُونَ: يَا نُوحُ، إِنَّكَ أَنْتَ أَوَّلُ الرُّسُلِ إِلَى أَهْلِ الأَرْضِ، وَقَدْ سَمَّاكَ اللَّهُ عَبْدًا شَكُورًا، اشْفَعْ لَنَا إِلَى رَبِّكَ، أَلاَ تَرَى إِلَى مَا نَحْنُ فِيهِ؟ فَيَقُولُ: إِنَّ رَبِّي عَزَّ وَجَلَّ قَدْ غَضِبَ اليَوْمَ غَضَبًا لَمْ يَغْضَبْ قَبْلَهُ مِثْلَهُ، وَلَنْ يَغْضَبَ بَعْدَهُ مِثْلَهُ، وَإِنَّهُ قَدْ كَانَتْ لِي دَعْوَةٌ دَعَوْتُهَا عَلَى قَوْمِي، نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي، اذْهَبُوا إِلَى غَيْرِي، اذْهَبُوا إِلَى إِبْرَاهِيمَ، فَيَأْتُونَ إِبْرَاهِيمَ فَيَقُولُونَ: يَا إِبْرَاهِيمُ أَنْتَ نَبِيُّ اللَّهِ وَخَلِيلُهُ مِنْ أَهْلِ الأَرْضِ، اشْفَعْ لَنَا إِلَى رَبِّكَ أَلاَ تَرَى إِلَى مَا نَحْنُ فِيهِ، فَيَقُولُ لَهُمْ: إِنَّ رَبِّي قَدْ غَضِبَ اليَوْمَ غَضَبًا لَمْ يَغْضَبْ قَبْلَهُ مِثْلَهُ، وَلَنْ يَغْضَبَ بَعْدَهُ مِثْلَهُ، وَإِنِّي قَدْ كُنْتُ كَذَبْتُ ثَلاَثَ كَذِبَاتٍ، نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي، اذْهَبُوا إِلَى غَيْرِي، اذْهَبُوا إِلَى مُوسَى فَيَأْتُونَ، مُوسَى فَيَقُولُونَ: يَا مُوسَى أَنْتَ رَسُولُ اللَّهِ، فَضَّلَكَ اللَّهُ بِرِسَالَتِهِ وَبِكَلاَمِهِ عَلَى النَّاسِ، اشْفَعْ لَنَا إِلَى رَبِّكَ، أَلاَ تَرَى إِلَى مَا نَحْنُ فِيهِ؟ فَيَقُولُ: إِنَّ رَبِّي قَدْ غَضِبَ اليَوْمَ غَضَبًا لَمْ يَغْضَبْ قَبْلَهُ مِثْلَهُ، وَلَنْ يَغْضَبَ بَعْدَهُ مِثْلَهُ، وَإِنِّي قَدْ قَتَلْتُ نَفْسًا لَمْ أُومَرْ بِقَتْلِهَا، نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي، اذْهَبُوا إِلَى غَيْرِي، اذْهَبُوا إِلَى عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ، فَيَأْتُونَ عِيسَى، فَيَقُولُونَ: يَا عِيسَى أَنْتَ رَسُولُ اللَّهِ، وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ، وَكَلَّمْتَ النَّاسَ فِي المَهْدِ صَبِيًّا، اشْفَعْ لَنَا إِلَى رَبِّكَ أَلاَ تَرَى إِلَى مَا نَحْنُ فِيهِ؟ فَيَقُولُ عِيسَى: إِنَّ رَبِّي قَدْ غَضِبَ اليَوْمَ غَضَبًا لَمْ يَغْضَبْ قَبْلَهُ مِثْلَهُ قَطُّ، وَلَنْ يَغْضَبَ بَعْدَهُ مِثْلَهُ، وَلَمْ يَذْكُرْ ذَنْبًا، نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي اذْهَبُوا إِلَى غَيْرِي اذْهَبُوا إِلَى مُحَمَّدٍ، فَيَأْتُونَ مُحَمَّدًا فَيَقُولُونَ: يَا مُحَمَّدُ أَنْتَ رَسُولُ اللَّهِ وَخَاتِمُ الأَنْبِيَاءِ، وَقَدْ غَفَرَ اللَّهُ لَكَ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ، اشْفَعْ لَنَا إِلَى رَبِّكَ أَلاَ تَرَى إِلَى مَا نَحْنُ فِيهِ، فَأَنْطَلِقُ فَآتِي تَحْتَ العَرْشِ، فَأَقَعُ سَاجِدًا لِرَبِّي عَزَّ وَجَلَّ، ثُمَّ يَفْتَحُ اللَّهُ عَلَيَّ مِنْ مَحَامِدِهِ وَحُسْنِ الثَّنَاءِ عَلَيْهِ شَيْئًا، لَمْ يَفْتَحْهُ عَلَى أَحَدٍ قَبْلِي، ثُمَّ يُقَالُ: يَا مُحَمَّدُ ارْفَعْ رَأْسَكَ سَلْ تُعْطَهْ، وَاشْفَعْ تُشَفَّعْ فَأَرْفَعُ رَأْسِي، فَأَقُولُ: أُمَّتِي يَا رَبِّ، أُمَّتِي يَا رَبِّ، أُمَّتِي يَا رَبِّ، فَيُقَالُ: يَا مُحَمَّدُ أَدْخِلْ مِنْ أُمَّتِكَ مَنْ لاَ حِسَابَ عَلَيْهِمْ مِنَ البَابِ الأَيْمَنِ مِنْ أَبْوَابِ الجَنَّةِ، وَهُمْ شُرَكَاءُ النَّاسِ فِيمَا سِوَى ذَلِكَ مِنَ الأَبْوَابِ، ثُمَّ قَالَ: وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، إِنَّ مَا بَيْنَ المِصْرَاعَيْنِ مِنْ مَصَارِيعِ الجَنَّةِ، كَمَا بَيْنَ مَكَّةَ وَحِمْيَرَ -أَوْ كَمَا بَيْنَ مَكَّةَ وَبُصْرَى-».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 4712]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابو هریرة رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته غوښه راوړل شوه، نو ده د مال لاس ورکړل شو چې دا برخه به یې خوښېدله، نو یو پوټی یې ترې بېل کړ او بیا یې وویل:
"زه د قیامت په ورځ د ټولو خلکو سردار یم. آیا پوهېږئ ولې؟ الله تعالی به ټول خلک – له لومړیو څخه تر وروستیو پورې – په یو میدان کې راټول کړي، داسې چې بلونکي (فرشتې) به غږ ور اوروي، او ټول به یو بل ته ښکاري، لمر به نږدې شي، خلک به له اندېښنې او کړاو څخه دومره پرېشانه شي چې زغملی به یې نه شي، نو خلک به یوبل ته ووايي: 'آیا نه وینئ چې څه دررسېدلي؟ آیا یو څوک نه پیدا کوئ چې د رب پر وړاندې مو شفاعت وکړي؟ ځينې به یو بل ته ووايي: آدم - علیه السلام- ته لاړ شئ، نو دوی به آدم علیه السلام ته ورشي، او ورته به ووايي: 'ته د بشریت پلار یې، ته الله پخپلو لاسونو پیدا کړی یې، له خپل روح څخه یې په تا کې پو کړی دی (یعنې له هغو ارواحو څخه چې الله پېداکړي دي)، ملایکو ته یې امر کړی چې تا ته سجده وکړي؛ نو زموږ لپاره دې رب ته شفاعت وکړه! ته نه وینې چې موږ په څه حال کې یو؟' آدم به ووايي: 'زما رب نن داسې غصه شوی چې مخکې داسې نه دی غصه شوی او نه به وروسته لدې داسې غصه شي، هغه زه له یوې ونې منع کړی وم، خو ما نافرماني وکړه (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي) (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، نوح ته لاړ شئ!' خلک به نوح ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د ځمکې خلکو ته لومړی رسول یې، ته الله په "شکرکوونکی بنده" سره یاد کړی یې، زموږ لپاره دې رب ته شفاعت وکړه!' آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو! نوح به ووايي: 'زما رب نن داسې غصه شوی، چې مخکې لدې داسې نه و، او نه به وروسته له دې داسې غصه شی، او یقینا چې زما لپاره د قبلیدو یوه دعا وه خو ما خپل قوم ته خېرې وکړې؛ (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي) (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، ابراهیم ته لاړ شئ! نو خلک به ابراهیم ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د الله نبي او د ځمکې پر مخ د هغه خلیل (خاص دوست) یې؛ زموږ لپاره شفاعت وکړه! آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! ابراهیم به ووايي: 'زما رب نن داسې غصه شوی، چې مخکې لدې داسې نه و غصه شوی او نه به وروسته له دې داسې غصه شي، او یقینا چې ما درې ځلې دروغ ویلي، نو (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي)، (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، موسی ته لاړ شئ، نو خلک به موسی ته ورشي، او ورته به ووايي: 'ته د الله رسول یې، الله ته په رسالت او کلام سره پر نورو خلکو غوره کړی یې، نو زموږ لپاره دې خپل رب ته شفاعت وکړه! آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! نو هغه به ووایي: 'زما رب نن داسې غصه شوی چې مخکې لدې داسې نه و غصه شوی او نه به وروسته لدې داسې غصه شي، او یقینا چې ما یو انسان وژلی و، چې ماته یې د وژلو امر نه و شوی، نو (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي) (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، عیسی بن مریم ته لاړ شئ، نو خلک به عیسی ته ورشي، او ورته به ووايي: 'ته د الله رسول او د هغه کلمه یې چې مریمې ته یې د هغې په اړه (د جبریل علیه السلام په واسطه) پوهه ورکړه او ورته یې ورسوله ( چې هغه د کن کلمه ده)، او د هغه روح یې (د هغو ارواحو له جملې څخه یې چې الله پېدا کړي دي) او په زانګو کې دې له خلکو سره خبرې کړې دي، نو زموږ لپاره دې رب ته شفاعت وکړه!' آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! نو عیسی به ووايي: 'زما رب نن داسې غصه شوی چې هیڅکله لدې وړاندې داسې نه و غصه شوی او نه به لدې وروسته داسې غصه شي، او د هیڅ کومې ګناه یادونه ونه کړي، (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي) (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، محمد - صلی الله علیه وسلم - ته لاړ شئ، خلک به محمد صلی الله علیه وسلم ته راشي، او ورته به ووايي: ای محمده! ته د الله رسول یې، د انبیاوو لړۍ پر تا پای ته رسېدلې ده، الله ستا مخکني او وروستني ګناهونه بخښلي دي، نو زموږ لپاره شفاعت وکړه!' آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟ (وایي) زه به روان شم، د عرش لاندې به سجده وکړم، او الله به پر ما د داسې ستاینو دروازې پرانیزي، چې مخکې هېچا ته نه دي ورکړل شوي. بیا به وویل شي: "ای محمده! سر پورته کړه، غوښتنه وکړه، درکول کېږي؛ شفاعت وکړه، شفاعت دې قبلیږي! نو زه به سر پورته کړم، او وبه وایم: "زما امت، ای ربه! زما امت، ای ربه! زما امت، ای ربه! بیا به وویل شي: "ای محمده! له خپل امت څخه دې بې حسابه جنت ته له ښۍ دروازې دننه کړه، او دوی به له نورو خلکو سره د نورو دروازو له لارې په ننوتو کې شریک وي، (دا ته ننباسه او نور به د نورو خلکو سره له نورو دروازو ننوځي)، بیا یې وویل: قسم په هغه ذات چې زما نفس یې په لاس کې دی! د جنت د دروازو د دوو پلو ترمنځ واټن دومره دی لکه د مکې او حِمیر ترمنځ – یا یې وویل: د مکې او بصرې ترمنځ-».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 4712]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو ملګرو سره په یوه مېلمستیا کې و، نو د پسه لاس ورته کېښودل شو، حال دا چې د (مال) دا برخه یې ډېره خوښېده، نو یوه مړۍ یې ترې په غاښونو بېله کړه بیا یې ورته وینا وکړه او ویې ویل: زه د قیامت په ورځ د آدم د اولادې سردار یم؛ د هغه نعمت له مخې چې الله تعالی یې راکوي. بیا یې وویل: آیا پوهیږئ چې ولې؟ ویې ویل چې: خلک به یوې پراخې، برابرې او یو مخ اوږدې زمکې ته راټول کړی شي، څوک چې پدې ځای کې وي بلونکی د هغوی غږ اوري او کتونکي ته ټول ښکاري چې هیڅ شی یې ترې پټ نه پاتې کېږي؛ ځکه چې ځمکه یو برابر ده، داسې ځای پکې نشته چې څوک پکې د کتونکي له دید څخه پټ پاتې شي، او ټول به د لیدو وړ وي، یعنې که یو یې خبره وکړي، نو وروستی یو به اوري، او سترګي به یې ګوري، (پدې ورځ) به لمر د یوې نیزې په اندازه خلکو ته نږدې شي، له دومره غم او کړاو سره به مخ شي چې زغملی به یې نه شي او نه به یې توان لري، نو په شفاعت سره به د خلاصیدو په لټه کې شي. د ایمان خاوندانو ته به الله تعالی په زړه کې راولي چې د انسانانو پلار آدم ته ورشي، نو هغه ته به ورشي او فضیلتونه به یې بیان کړي چې کېدی شي د الله تعالی پر وړاندې یې شفاعت وکړي، هغه ته به ووایي: ته د انسانانو پلار یې، الله په خپلو لاسونو پېدا کړی یې، خپلې ملایکې یې تاته په سجده کړي او د هر شي نوم یې درښودلی دی، په تا کې یې له خپل روح څخه پو کړی دی، نو هغه به عذر وړاندې کړي او وبه وایي: زما رب نن دومره غصه شوی چې لدې وړاندې داسې ندی غصه شوی او نه به لدې وروسته داسې غصه شي، بیا به د خپلې تېروتنې یادونه وکړي، هغه دا چې الله تعالی له یوې ونې منع کړی و چې خوراک به ترې نه کوي خو ده ترې خوراک وکړ، و وبه وایي: زه په خپله شفاعت ته اړتیا لرم چې راته وشي، زما پرته بل چاته لاړ شئ، نوح ته لاړ شئ. نوح ته به ورشي؛ ورته به ووایي: ته لومړی رسول یې چې الله د ځمکې خلکو ته لېږلی یې، او الله تعالی په شکرکوونکی بنده سره یاد کړی یې، خو هغه به عذر وړاندې کړي چې: الله تعالی نه ورځ دومره غصه شوی چې لدې وړاندې داسې نه دی غصه شوی او نه به لدې وروسته داسې غصه شي، او یقینا چې هغه یوه (قبوله شوې) دعا درلوده، خو هغه خپل قوم ته خېرا وکړه، نو زه خپله شفاعت ته اړتیا لرم چې راته وشي، زما پرته بل چاته ورشئ، ابراهیم ته ورشئ. نو ابراهیم ته به ورشي ورته به ووایي: ته په ځمکه کې د الله خلیل (خاص دوست) یې، موږ ته دې خپل رب شفاعت وکړه، آیا ته نه ګورئ چې موږ په څه حال کې یو؟ هغه به ورته ووایي: زما رب نن دومره غصه شوی چې لدې وړاندې هېڅکله دومره ندی غصه شوی او نه به لدې وروسته دومره غصه شي، او یقینا چې ما درې ځلې دروغ ویلي؛ هغه دا دي چې: زه ناروغ یم، او بله یې دا وینا چې: دا کار خو د دوی مشر کړی دی (بتان ماتول) او خپلې مېرمنې سارا ته یې دا وینا چې خبر یې کړه چې زه دې ورور یم، تر څو یې له شر څخه پاتې شي. خو په حقیقت کې دا درې واړه ویناوې داسې دي چې موخه ترې بل څه وي، خو کله یې چې ظاهري بڼه د دروغو ده نو ویې غوښتل خپله عاجزي ښکاره کړي او وښيي چې د دې وړ ندی چې نورو ته شفاعت وکړي؛ ځکه څوک چې الله ډېر پېژني او هغه ته د مرتبې له اړخه نږدې وي نو په همغومره کچه یې له هغه څخه ویره زیاته وي، او وبه وایي: زه په خپله د شفاعت مستحق یم چې راته وشي، زما پرته بل چاته لاړ شئ، موسی ته لاړ شئ. نو موسی ته به ورشي ورته به ووایي: ای موسی! ته د الله رسول یې، الله تعالی تاسره په خبرو کولو او تاته په رسالت درکولو فضیلت درکړی، موږ ته د خپل رب پر وړاندې شفاعت وکړه، آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! هغه به ووایي: زما رب نن دومره غصه شوی چې لدې وړاندې داسې نه و غصه شوی او نه به لدې وروسته داسې غصه شي، او یقینا چې ما یو نفس وژلی دی، حال دا چې ماته یې د وژلو امر نه و شوی، زه خپله د شفاعت اړ یم چې راته وشي، زما پرته بل چا ته لاړ شئ، عیسی بن مریم ته لاړ شئ. نو عیسی ته به ورشي ورته به ووایي: ای عیسی! ته د الله رسول یې، د هغه کلمه یې چې مریمې ته یې وسپارله او د هغه له خوا روح یې، تا د کوچنیوالي پر مهال په زانګو د خلکو سره خبرې کړي دي، موږ ته د خپل رب پر وړاندې شفاعت وکړه، آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! هغه به ووایي: زما رب نن دومره غصه شوی چې له دې وړاندې داسې نه دی غصه شوی او نه به لدې وروسته داسې غصه شي، هغه د خپلې کومې تېروتنې یا ګناه یادونه ونه کړي، (وبه وایي) زه په خپله د شفاعت مستحق یم چې راته وشي، زما پرته بل چاته لاړ شئ، محمد - صلی الله علیه وسلم - ته لاړ شئ. نو محمد صلی الله علیه وسلم ته به ورشي ورته به ووایي: ای محمد! ته د الله رسول او وروستی پېغمبر یې، الله تعالی ستا مخکني او وروستني ګناهونه بښلي دي، موږ ته د خپل رب پر وړاندې شفاعت وکړه، آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! نو زه به د عرش لاندې ځای ته راشم او خپل رب ته په سجده پریوځم، نو الله تعالی به پر د خپلو ستاینو او ښایسته ثنا ویلو (دروازه) پرانیزي، یعنې دومره ثنا او ستاینه به یې وکړم چې زما څخه وړاندې بل چا نه وي کړي، بیا به وویل شي: ای محمده! سر پورته کړه، وغواړه درکول کیږي، شفاعت وکړه؛ شفاعت دې قبلیږي، نو سر به پورته کړم ، وبه وایم: زما امت ای ربه، زما امت ای ربه، زما امت ای ربه، نو شفاعت به یې ومنل شي. او ورته به وویل شي: ای محمده! د خپل امت څخه دې بې شمېره خلک د جنت له ښۍ دروازې څخه ننباسه، حال دا چې دوی به د نورو سره په نورو دروازو کې د ننوتلو برخه هم ولري. بیا یې وویل: قسم په هغه ذات چې زما نفس یې په لاس کې دی چې د جنت د دوو دروازو د څنډو تر منځه دومره واټن دی لکه د مکې او صنعاء او یا د مکې او د شام د بصرا تر منځه؛ کوم چې د حوران ښار دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. د رسول الله صلی الله علیه وسلم عاجزي او بلنه منل او د عامو صحابه کرامو سره خوراک کول.
  2. پر ټولو خلکو زموږ د نبي صلی الله علیه وسلم فضیلت.
  3. قاضي عیاض ویلي: ویل کیږي چې "سَیِّد" هغه څوک دی چې پر خپل قوم برلاسی وي، او په سختیو کې ورته رجوع کېږي، او نبي صلی الله علیه وسلم د دوی (ټولو انسانانو) سید دی، هم په دنیا او هم په آخرت کې، خو د قیامت د ورځې یادونه یې ځکه وکړه چې په هغه ورځ به مشري تر ټولو لوړه وي، ټول به یې مشري ومني، او ځکه چې آدم او د هغه ټوله اولاده به یې تر بیرغ لاندې وي.
  4. په دې کې حکمت دا دی چې الله تعالی دوی ته دا الهام ورکړ چې په پیل کې له آدم علیه السلام، او بیا له نورو پیغمبرانو نه غوښتنه وکړي، او دا الهام یې ورنکړ چې زموږ له نبي محمد صلی الله علیه وسلم څخه پیل وکړي — ترڅو د نبي صلی الله علیه وسلم فضیلت څرګند شي، ځکه دی د لوړ مقام او الله تعالی ته د بشپړ نږدې والي وروستۍ کچه ده.
  5. څوک چې له چا غوښتنه کوي نو ښه ده چې د غوښتنې وړاندې یې ښه صفات یاد کړي اویې ستایي؛ ځکه دا کار د غوښتنې د منل کېدو لامل ګرځي.
  6. له چا چې د یو څه غوښتنه وشي او د هغه له وسې نه وي، ورته روا دې چې عذر وړاندې کړي، او دا هم مستحب دي د داسې یو چا لور ته یې لارښوونه وکړي چې ګومان کېږي کولای یې شي.
  7. د قیامت په ورځ د محشر د موقف ویرونکی حالت او پر بندګانو یې سختوالی.
  8. د انبیاوو علیهم السلام تواضع (عاجزي) پدې کې څرګندیږي چې هغوی د خپلو تېرو کړنو یادونه وکړه، ترڅو وښيي چې دوی ځانونه د دې ستر مقام (شفاعت) لپاره وړ نه ګڼي.
  9. د قیامت په ورځ د ستر شفاعت (الشفاعة العظمى) ثبوت، چې دا به د مخلوقاتو ترمنځ د پرېکړې لپاره ترسره کېږي.
  10. د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د "وسیلې" او "مقام محمود" (ستایل شوي مقام) ثبوت.
  11. د الله تعالی ستاینې (محامد) پای نه لري، ځکه نو الله به خپل رسول ته په دې مقام کې د هغه د ستایلو داسې ښکلي الفاظ پرانیزي، چې تر هغه مخکې یې هېچا ته نه دي ورکړي.
  12. د دې خبرې وضاحت چې د محمد صلی الله علیه وسلم امت تر ټولو غوره امت دی، ځکه دوی ته ځانګړي امتیازات ورکول شوي، چې له حساب پرته د جنت له یوې ځانګړې دروازې ننوځي، او له نورو خلکو سره د جنت د نورو دروازو له لارې هم شریک دي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري ملاګاسي Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه
نور