عَنْ أَبِي مُوسَى رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:
«إِنَّ لِلْمُؤْمِنِ فِي الْجَنَّةِ لَخَيْمَةً مِنْ لُؤْلُؤَةٍ وَاحِدَةٍ مُجَوَّفَةٍ، طُولُهَا سِتُّونَ مِيلًا، لِلْمُؤْمِنِ فِيهَا أَهْلُونَ، يَطُوفُ عَلَيْهِمِ الْمُؤْمِنُ فَلَا يَرَى بَعْضُهُمْ بَعْضًا».
المزيد
له ابو موسیٰ رضي الله عنه نه روایت دی، چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"بېشکه مومن ته په جنت کې داسې یوه خیمه شته چې له صدف (ملغلرې) جوړه شوي وي او داخل یې تش وي، اوږدوالی یې شپیته میل دی، په دې خیمه کې به د مومن لپاره ميرمنې وي، په دوی ټولو به ګرځي، خو یو بل نه ویني".